
صلاح الدين رباني د خپل پلار له مرګ وروسته د سولې عالي شورا مشر وټاکل شو
د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی د دغې شورا د مشر صلاح الدين رباني په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی چې د خپل هېواد سولې بهير کې د پا کستان پر رول خبرې وکړي.
پاکستان د ښاغلي رباني سفر ډېر مهم بللی دی. د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی به له ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير راجه پروېز اشرف او پوځي مشرانو سره ليده کاته ولري.
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر د دوشنبې (نومبر ۱۲ مې) په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا ربانې کهر سره رسمي خبرې وکړې.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي ښاغلي رباني ته د سفر بلنه د پاکستان د بهرنيو چارو وزېرې ورکړې وه چې د افغانستان سره تړاو لرونکو بېلابېلو چارواکو پر سر ورسره خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو سکتر جليل عباس جيلاني اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل د ښاغلي رباني سفر ډېر مهم دی چې پرترڅ کې به يې افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې وشې.
هغه وويل پاکستان په وار وار ويلي چې افغانستان کې د امنيت او سولې لپاره به تر خپل وسه مرستې وکړي.
پاکستاني رسنيو د سولې شورا د يو غړي اسماعيل قاسميار له قوله ويلي چې د شورا پلاوی به پاکستان کې د بندي طالبانو د خوشي کولو او سولې ته لېوالو طالب مشرانو او د هغوی کورنيوته خوندي لارې ورکړي.
يو افغان ډيپلوماټ بي بي سي ته وويل چې ښاغلی رباني به د پاکستان له ځينو مذهبي او سياسي مشرانو سره هم غونډې وکړي چې د سولې بهير کې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.












