زلمی رسول د سولې د خبرو لپاره قطر ته ځي

د عکس سرچینه، Getty
- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي ښاغلی زلمی رسول د قطر د بهرنیو چارو وزیر په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات یوه ویاند فرامرز تمنا په وینا، په تاجکستان کې د سیمه ییزې غونډې پر مهال د قطر هېواد لوړپوړی استازی هم موجود وو او په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه خبرې پکې وشوې.
ښاغلی تمنا وايي حکومت باور لري د افغانستان د سولې په تړاو هر راز خبرې باید د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې ترسره شي:
''د سولې په هر راز خبرو او طالبانو ته دد فتر په پرانیستلو کې د قطر شتون، هغه بحث دی چې باید میکانیزمونه یې د افغان دولت له خوا وټاکل شي. او په دغه بهیر کې د افغان حکومت مشرتابه او مالکیت په رسمیت وپېژندل شي. نو دا موضوع به له قطري اړخ سره په خبرو کې مطرح شي.''
وړاندې تر دې امریکا له طالبانو سره د خبرو په موخه د یوه دفتر په پرانیستلو موافقه کړې وه.
مخالفت
که څه هم افغان حکومت به پیل کې طالبانو ته د یوې سیاسي استازولۍ له پرانیستلو سره مخالفت وکړ، خو څو ورځې وروسته ولسمشر کرزي په ځانګړې توګه له دغو خبرو سره موافقه وکړه او په دغو خبرو کې د افغان حکومت په مشري ټینګار وکړ.
طالبانو هم د خپلو پلوي بندیانو په شرط له دغو خبرو سره موافقه وکړه خو تر یوې مودې وروسته یې دا خبرې ځکه <link type="page"><caption> وځنډولې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/03/120315_hh-taliban-qatar-talks.shtml" platform="highweb"/></link> چې د دوی په وینا امریکا خپلې کړې ژمنې پوره نه کړې.




