افغانستان: د واورو او سړې هوا له کبله ۲۰ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، .
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تېرو ۷۲ ساعتونو واورو اورېدو، سړې هوا او له همدې امله د ترافیکي پېښو له کبله شاوخوا ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سختو واورو اورېدو له کبله د افغانستان شمالي ولایتونو او یو شمېر مرکزي سیمو ته غځېدلې لارې هم تړلې شوې وې.
د کندهار په دامان او پنجوايي ولسوالیو او دغه راز د زابل په ښار صفا کې له ګڼ باران وروسته سیلابونه راوتلي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک په ټول افغانستان کې د واورو اورېدو له کبله د ستونزو او له اغېزمنو شویو خلکو سره د مرستو په تړاو ویلي:
''تېرو دوو ورځو اوږدو کې په ځینو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې واوره اورېدلې، چې یو لړ ستونزې یې هم رامنځته کړې، ۲۰ کسان متاسفانه له همدې کبله مړه شوي دي او یو شمېر لارې تړل شوې وې، چې اوس یې ډېری بېرته پرانیستل شوې دي. ''
له دې مخکې د سالنګ تونل د ګاډو تګ راتګ پر مخ تړل شوی و، خو اوس چارواکي وايي بېرته دغه لاره او تونل پرانیستل شوي دي.
په یو شمېر ولایتونو کې ولسوالیو ته غځېدلې لارې تړل شوې وې.
ویل کېږي، یو شمېر خیریه موسسو هم اغېزمنو کسانو سره مرستې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې تېره اونۍ د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایتي سیمه ییزو چارواکو ویلي و، چې د سړې هوا له کبله په دې ولایت کې درې ښځې او یو سړی مړه شوي دي.
هغه پېښه د افغانستان په ډېره لوړه سیمه د پامیر په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې وه.
د بدخشان ولایت د مطبوعاتو برخې ویلي و، شپږ نور کسان سړې هوا بې هوښه کړي او د درملنې لپاره تاجکستان ته وړل شوي دي.








