د پښتنې شاعرې شعر د حیا په قید کې

د عکس سرچینه، .
- Author, پاکیزه ارزو
- دنده, کابل مېشته لیکواله
شاعره د ارګ په انګړ کې د ولسمشر او لسګونو فرهنګیانو مخکې میکروفون ته ودرېده او په ښایسته انداز یې نظم دکلمه کړ.
هغې د وطن د بیرغ رنګونه د مینې په رنګ ورنګاوه.
د نظم ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او د ویډیو په لیدو نقادانو خپل نقد شروع کړ.
یوه وویل، ښه نظم دی بل وویل ښه نه دی. یوه ورته شاباس وویل، بل ورته سپکې ورکړې او آن یوه داسې هم وویل، دا شعر و که لوڅ فلم؟
د پښتنې شاعرې شعر د حیا په قید کې
کله چې هم د یوې پښتنې شاعرې شعري ټولګه چاپ شي، په لیکل شویو سریزو کې حتمن لیکوال یا لیکوالې دا خبره خامخا کړې وي، چې شاعرې په شعرونو کې پښتنه حیا ده او شاعرې خپل پښتنې خاصیت ساتلی او داسې نورې خبرې چې لیکوال/ لیکواله غواړې شاعره په پښتنه حیا کې قیده کړې او هغه راتلونکې ته په شعر کې له دغه قیده ځان خلاص نه کړې او هغه څه چې دا یې غواړې ووایي د پښتنې حیا په قید کې بند کړي.
اکثره وخت له شاعرانو سره په مرکو کې یوه پوښتنه کېږي.
مینه دې کړې؟
ځواب کې هو، خامخا وي ځکه بې مینې انسان د ژوند تصور هم نشي کولای که فردي مینه وي یا د مینې بل رنګ.
دا پوښتنه نارینه شاعران په جرات ځوابوي خو شاعرانې خبریال ته لا د مخه وایي له ما دا پوښتنه و نه کړې ځکه هغه پوهېږي د دغې پوښتنې ځواب هغې شخصیت ته څومره زیان رسولای شي او هغې په هکله رنګارنګ شکونه او وسوسې زېږوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
شاعره هم د مینې په هکله د نظر د اظهار حق هغومره لري لکه شاعر، خو شاعره په دې پوهېږي چې دا ځواب دې ته سرخوږی پیدا کوي.
ښایي پښتنه حیا یې یو دلیل وي مګر د حیا تر څنګ هغه د خپلې ټولنې له برداشته هم خبره وي ځکه نه غواړي داسې پوښتنه ترې وشي.
همداسې په شعر کې همدغه شاعرانې په ځینو احساساتو پښه ږدي او نه شي کولای هغسې یې انځور کړي، چې دې محسوس کړی او اکثره شاعرانې خپل احساسات او د شعر لفظونه سانسوروي.
پښتنه حیا
لوپټه مي د حیا ده فکر وکړه
چي له سره کته نه شي پښتنه یم
په ټولیزه توګه هر انسان که ښځه وي یا نر د حیا صفت لري.
د حیا صفت یوازې ښځو ته ځانګړی کول ناسم دی، خکه که ښځه حیا لري هومره حیا نارینه هم لري او هر هغه څه چې ښځه یې حیا ګڼي نارینه وو ته هم حیا ده.
که د حیا صفت له انسانه لرې شي هغه بې حیا کېږي او د بې حیایي شرم نر او ښځې دواړو ته شرم دی.
حیا یو صفت دی او د اسلام مقدس دین کې د ایمان جز ګڼل شوی چې دواړه جنسه یې باید ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
حیا د انسان د شخصیت شخصي ځانګړنه ده، ځو پښتنه شاعره تل خپل شعر د حیا په قید کې راولي او همدارنګه دا هڅه کوي چې دغه قید په خپلو شعرونو کې هم یاد کړي خو د شعر په ژبه حیا انځورول غواړي.
که دې شاعرې شاعري ټوله د حیا په قید کې راشي شاعري بې رنګه کوي او لکه دا لنډۍ ننۍ شاعرې هم نه غواړي خپل احساسات د رسوایي تر حده ورسوي.
مینه دې پټه زړه کې ساتم
زه پښتنه یم پښتو نه رسوا کومه
کره کتنه او کره کتونکي
کله چې پښتنې شاعرې په شعري ټولګه مخکتنه کېږي او یا کومه لیکنه وي، داسې شکایت کېږي، چې پښتنې شاعرې سمه شاعري نشي کولای او یا هم خپل درد سم نه شي بیانولای.
کره کتونکې په د ې باور دي چې پښتنې مېرمنې په ژوند کې له سختو سره لاس ګریوان دي او پښتنې باندې د ژوند جبر ډېر دی، خو دوی نه شي کولای چې خپل دردونه او محرومیتونه چې دوی لري هغسې په شعر کې انځور کړي.
دا خبره د تعامل وړ ده، چې پښتنې باید له درده او محرومیته فریاد وکړي او شعر یې تل له درده او محرومیته ډک وي، ځکه زموږ نقادان پوهېږي چې پښتنې ژوند له همدغو دو شیان جوړ دی.
درد او محرمیت
د مینې د کلمې ځای په کې نشته او که داسې کوم څه وي هغه باید په پښتنه حیا کې ونغاړي، که داسې و نه کړي بیا یو ډول سپین سترګې ورته ویل کېږي، چې داسې انتقادونه د پورته یاد شوي نظم په شاعرې هم وشول.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو د شعر سره د هغې په انداز او جامو هم اعتراض وکړ او ویې ویل شعر ښه و، خو دا لکه پښتنه داسې نه ښکارېده او ښه به و چې ټیکري لږ ورټول کړی وای.
د شاعرې لید او محیط
استاد نجیب منلی تل د ښځو په شعرونو انتقاد کوي او وایي، چې پښتنې شاعرې ته په دې خاطر چې هغه پښتنه یا محرومه ده مراعات مه ورکوئ او د نیمګړې شاعرۍ لپاره یې مه هڅوئ، بلکې دا واضح ووایئ، چې هنر مراعات نه لري او که پښتنه شاعري کوي په کار ده سمه خیالي شاعري دې وکړي.
استاد د بهرنیو ښځینه شاعرانو مثالونه راوړي او وایي چې پښتنې هم باید داسې شاعري وکړي چې نړیوالو ښځینه شاعرانو سره سیالې شي.
د استاد منلي دا نیوکه سمه ده او هم یې وړاندیز سم دی چې پښتنې شاعرانې دې سمه خیالي شاعري وکړي او هغه مراعات چې د محروموالي لپاره یې اخلي بې رنګه شاعري ته ښه و نه ویل شي.
خو، پښتنې شاعرې وایي د یوې پښتنې لید او ماحول د یوې بهرنۍ شاعرې له لید او محیط سره ډېر توپیر لري.
ایا پښتنې ته هغسې درناوی، مینه، عاطفه، انسانیت او نور څه ورکول کېږي چې یوې بهرنۍ لیکوالې ته ورکړل شوي؟
ایا پښتنه شاعره د یوه داسې احساس چې نوم یې مینه ده هغسې چې بهرنۍ لیکواله یې په زغرده نوم اخلي اخیستی شي که نه؟
ایا پښتنه په زغرده ویلی شي چې میینه ده او لکه فروغ یا بله نړیواله شاعره مینه لیکونه ولیکي؟
یا د پروین شاکر غوندې د ښځینه احساس بیان وکړي او لکه غاده د ازادۍ پرواز وکړي؟
ایا پښتنې شاعرې ته داسې ټولنه شته چې د هغې هر احساس ومنل شي او درک یې کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ټولو ایا ځواب ته دوی دا ځواب ورکوي، چې نیمه ټولنه لا دې ته تیاره نه ده چې د ښځې ذات ته انساني مقام ورکړي، شعر ویل ورته کفر ښکاري او که لږه لکه فروغ فرخزاد داسې شوه بیا یې شعر لوڅ شو او پښتنه پاتې نه شوه.
ځیني پښتنې شاعرانې د دې لپاره چې شعر ولوستل شي ځیني وخت پښتو او پښتنه حیا ډېره په شعر کې راوړي او هغې د شعر مینه وال چې شاعره یې د پښتو په قید کې راولي هغې ته داد ورکوي.
هغه شاعره چې د پښتنې قید د مقیدو لپاره شاعري کوي هغه په دې هم پوهېږي چې شعر د قید ژبه نه ده، خو هغه مجبوره ده چې په قید کې شاعري وکړي هغه په دې پوهېږي، چې پښتنې داسې لنډۍ هم ویلي چې د ښځینه احساس په بیان کې نه د فروغ، پروین او نه هم کومه بله شاعره سیالي کولای شې.
ته تر خروړي سپي راتېر شه
تر دې ملالې خولې به زه در تېره شمه
د شعر ژبه خلاصه ده مګر پوچه نه ده.
شعر هغه تصورات ،احساسات، عاطفه او خیال دی چې د انسانانو د ژوند پرې څرخي او په انځورولو یې د واقعي ژوند پله پرې ګرځي. که د انسان د فطرت تقاضا وي او خپلو الفاظو ته د شعر رنګینې ورکولای شي لیکي یې.
خو د دغو احساساتو او تصوراتو په اظهار کې د هنر رنګ اړین دی.
هره منظومه جمله شعر نه دی، هره سپینه خبره پوچ الفاظ هم شعر نه دی.
شعر د خیال، عاطفې او احساس د بیان تر ټولو اغېزمنه وسیله ده، چې په خوږه او اهنګینه ژبه د دغه هنر بیان ژر په زړونو اغیزه کوي او حیاناکو او مینه ییزو شېبو د ترسیمولو خواره لوړه مرجعه شعر دی.
توپیرونه
ایران، افغانستان او پاکستان یوه، یوه پروین لري، پروین اعتصمامي، پروین ملال او پروین شاکر چې درې واړه په شعر کې د ښځینه احساس د بیان ښه مظهر ګڼل کېږي.
خو زموږ د پروین شهرت ښایي تر هغه هېوادونو نه وي تللی، چې د هغوی د پروین شهرت تر موږه رارسېدلی او علت یې دا دی، هغه پروین ګانې د خیال په اظهار کې زموږ تر پروین ډېرې ازادې وې او زما په نظر زموږ پروین به یقینآ د احساس په بیان کې پښتنه مسله مراعات کړي او ځکه هغه پوهېده چې که هغه لږ هم ازاده شي د هغې ټولنه به بیا هغه څنګه برداشت کړي.
"دا زما شخصي نظر دی د مېرمن پروین ملال دریځ نه دی."
ما داسې دېرې مقالې د سخت دریځو لیکوالو لوستې، چې عادي ښځو ته د حجاب او په کور د کور کېناستو وړاندیز کوي د دې تر څنګ هغه صاحب نظران داسې مقالې لیکلي چې د یوې بهرنۍ لیکوالې هغه یاغې شاعري یې داسې ستایلې وي لکه ده چې د ښځو ټولو حقونو ته درناوی لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د داسې اشخاصو ذهنونه یوازې د یوې بهرینې شاعرې خیالاتو او فکر لپاره ازاد دی.
بحر شعر نقطه ندارد
دا هغه جمله ده چې ما ته زما د دري مضمون استاد په اووم ټولګي کې د ازموینې په پارچه کې ځکه لیکلې وه، چې ما د ازموینې په پارچه کې د هر شعر بیت ته ټکی ایښی و او استاد راته پورتنی جمله ولیکله.
هغه راته ویلي وو چې شعر مصرو ته ټکی لکه پوره جمله نه اېښودل کېږي ځکه، د ټکي په اېښودلو د جملې مفهموم بشپړېږي، خو د شعر مهفوم پراخ دی او هغه ټکی نه مني.
د خیال د وزرو پرواز حد نه لري. شعر هېڅ قید نه مني او شعر هغه تصور دی چې مفهوم یې په ټکي پای ته نه رسېږي.
زما استاد له دغو خبرو دا نتیجه اخلو، شعر قید نه مني هغه که پښتنه حیا وي هم انځور غواړي او که غریزې، احساس او عاطفه هم وي انځورل غواړي او په پښتنه حیا مقید شعر د شخصي حیا څرګندونه ده.
که د فروغ فروخزاد، پروین شاکر، غاده السمان او هرې بلې شاعرې د مینې شپه شعر دی.
د شفیقې خپلواکې د بیرغ تور رنګ د مینې له شپې سره تشبه کول هم شعر دی.
دا چې، " بحر شعر نقطه ندارد " نو پښتنې شاعرانې دې شعر له هغه قیده ازاده کړي چې دوی یئ حیا په نوم پرې تړلي.
نعیمه غني وایي:
چا تړلي د عشق اوښکو ته بندونه
وایه څوک به له بارانه غېږ تاو کړي








