پښتو ته ژباړې ولې کمزورې دي؟

په کابل کې ژبو او ژباړې ناحکومتي بنسټ ویلي چې په افغانستان کې له نورو ژبو پښتو ته ژباړې، د کیفیت او کمیت دواړه پلوه کمزوري دي، همدا راز داسې نیوکې دي چې د حکومتي ادارو ژباړه هم له نیمګړتیاوو ډکه ده.
خو ددې ستونزو مخنیوی څنګه کېدای شي؟
مصطفی سالک له نورو ژبو پښتو ته د کتابونو اړول ارزولي دي.
که په وروستیو کې پښتو ته له انګلیسي او نورو ژبو کتابونو اړول ډیر شوي، خو که د چاپ شویو کتابونو شمېر ته وکتل شي دا بهیر بیا هم ډیر ورو دی، د ځینو شمېرو له مخه سږ کال په افغانستان کې بېلو برخو کې له ۲۰۰۰ ډیر کتابونه چاپ شوي دي، خو شاوخوا سل یې ژباړې دي، ویل کیږي چې یو شمېر ژباړل شوي اثار ستونزې هم لري، په کابل کې د افغانستان د ژبو او ژباړې نا حکومتي بنسټ د یوشمېر څېړنو او سروې ګانو په مرسته هڅه کړې چې د ژباړې ستونزې وارزوي.
د افغانستان د ژبو او ژباړې بنسټ اجراییوي مشر رحمت الله جمالزی وايي په افغانستان کې هله ژباړه معیاري کېدای شي چې حکومت ورته بودیجه ځانګړې کړي، سکالرشیپونه ورکړي او نور ضروري ټکي په پام کې ونیسي.
دا عامې ستونزې دي، د ژباړې پر تخنیکي ستونزو هم خبرې وشوې، هغه چې د ګڼو ژباړونکو پر ژبو دي.
میر احمد یاد له اردو، فارسي او انګلیسي ژبو پښتو ته ۲۵ کتابونه ژباړلي دي، هغه وايي ګڼ ژباړونکي په پښتو او هغه ژبه سم نه پوهیږي چې ترې ژباړه کوي چې په وینا یې دا چاره په متن کې ګونګوالۍ پیدا کوي.

د عکس سرچینه، FB
لطف الله لطف بل ژباړن دې چې په دې وروستیو کې یې درې کتابونه له انګریزۍ پښتو ته ژباړلي دي، هغه وايي انګریزي د پښتو په پرتله ډېره پراخه ده او ډېر ځله په پښتو کې مناسب کلمات او اصلاحات نه موندل کېږي.
په خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې هم ژباړې کیږي، خو ډېرې لږې او خال خال په پېښور کې مېشت لیکوال راشد خټک چې له انګریزۍ یې پښتو او له پښتو انګریزۍ ژبې ته ژباړې کړي وايي چې هلته هم باید د ژباړې د ارزښت او وړتیاوو په اړه غونډې او سیمینارونه وشي:
په افغانستان کې چې له بهرنیو ژبو پښتو ته کوم کتابونه اړول شوي، د ادب برخه په کې کمه ده، هغه هم تر ډېره ځایه ناولونو ژباړلو ته پام شوې د شعر، کره کتنې او نورو برخو کار تت رنګی دی.
خو د پوهنتونونو د نصاب مرستندوی او سیاسي کتابونه په پرتلیز ډول لږ ډېر چاپ شوي دي.
د ژباړې دغه مرکز وايي د ژباړې د هنر زده کولو په موخه يې یو نصاب هم جوړ کړی چې په وینا یې په یو شمېر پوهنیزو او ښوونیزو مرکزونو کې به لوستل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP









