ترکیې ۲۵۰ افغان پولیسې روزلې

د عکس سرچینه، MOI
د ترکیې له سېواس اکاډیمۍ نه ۲۵۰ افغان ښځېنه پولیسو څلور میاشتنۍ روزنه بشپړه کړې ده.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د دغه پرمختګ له کبله خوښ دي او په وینا یې دې سره به د افغان پولیسو خدمتونو کې غوره والی راشي.
دغه پولیسو ته د وسلو استعمال نه نیولې، بیا د ترافیکو کنترول، جریمي پېښو کې فعالیت او دغه راز د قانوني کورسونو په ګډون زده کړې ورکړل شوې.
دغو پولیسو ته د افغانستان او ترکیې تر منځ د یوه هوکړه لیک له مخې زده کړې ورکړل شوې، چې ۲۰۱۱ کال کې لاسلیک شو.

د عکس سرچینه، MOI
له هغه راهیسې ترکې کې نږدې ۳۰۰۰ افغان پولیسو ته روزنه ورکړل شوې، چې نږدې ۱۰۰۰ یې ښځینه دي.
په دې مناسبت مراسمو ته وینا کې د افغانستان کورنیو چارو مرستیال وزیر تاج محمد جاهد د افغانستان بیا رغوونې چارو کې د ترکیې مرستو مننه وکړه، نوموړي وویل:
''په ځانګړې توګه د تېرو ۱۵ کلونو کې چې افغانان غواړي پر خپلو پښو ودریږي، د ملاتړ په برخه کې د ترکیې رول خورا مهم دی.

''
د افغان ملي پولیسو لیکو کې اوس هم د ښځو شمېر لږ دی، خو چارواکي هڅه کوي، دغه شمېر په داسې حال کې لوړ کړي، چې د هېواد په ډېری برخو کې له امنیتي ګواښونو سره سره د ښځو خلاف زور زیاتي پېښې هم ډېرې شوې.
د افغانستان د کورنیو چارو د ملي پولیسو په لیکو کې دا مهال شاوخوا دوه نیم زره ښځینه سرتېرې، افسرانې او پولیسانې موجودې دي، او د هېواد د پولیسو شمېر هم ۱۵۷ زرو ته رسېږي، چې تر یوې سلنې کمې پکې ښځینه دي.








