افغان ملي پولیسو کې سلګونو ښځینه پولیسو دندې پیل کړې

د عکس سرچینه، MoI
نژدې څلور سوو ښځینه پولیسو چې خپل شپږ میاشتنی روزنیز پړاو یې ترکیه کې پای ته رسولی و، د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې دندې په رسمي توګه پیل کړې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د ښځینه پولیسو د فعالیت پیلولو په پلمه جوړو شویو مراسمو کې وویل، نژدې درې زره ښځې د ملي پولیسو په چوکاټ کې ګومارل شوې دي.
ښاغلي علومي زیاته کړه، دولت په پام کې لري، د ملي پولیسو په چوکاټ کې د ښځینه پولیسو شمېر لسو زرو ته لوړ کړي:
"د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ستاسې یوځای کېدل له دې کبله خپل ځانګړی مقام لري، چې د هېواد په ګڼو سیمو کې لاهم داسې زمینه نه شته، چې ښځینه پولیس له کوره ووځي او خلکو ته خدمت وکړي. ویلی شم چې په راتلونکې کې د ملي پولیسو شمېر موږ لسګونو زرو کسانو ته رسوو".
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې وزارت به دغو روزل شویو ښځینه پولیسو ته د نورو پولیسو ټول ځانګړنې او حقونه ورکړي.
دغه وزارت له دوی غوښتي له هېڅ سیاسي ډلو ټپلو سره له تړاو لرلو پرته، یوازې افغانستان او د دغه هېواد خلکو ته خدمت وکړي.
د ښځینه پولیسو دغه ډله په سرحدي پولیسو، جنايي او اداري برخو کې ګومارل شوې دي او اټکل دی چې تر راتلونکو شلو ورځو پورې کابل او نورو ولایتونو کې خپل کار رسماً پیل کړي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، د پولیسو د شمېر ډېرول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
ددغه وزارت د جوړ شوي پروګرام له مخې، تر راتلونکو لسو کلونو پورې به د پولیسو شمېر سلګونو زرو ته ورسېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو د ملي پولیسو په لیکو کې دا مهال شاوخوا ۲۳۰۰ ښځینه سرتېرې، افسرانې او پولیسانې موجودې دي، او د هېواد د پولیسو شمېر هم ۱۵۷ زرو ته رسېږي، چې تر یوې سلنې کمې پکې ښځینه دي.








