پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۳۷ کاله

د عکس سرچینه، AFP
نن د جدي/مرغومي شپږمه له هغې ورځې سره برابره ده چې نژدې ۳۷ کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ او دا هېواد یې د جګړې په ډګر بدل کړ.
د دې برید په پایله کې په افغانستان کې میلیونونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله او په میلیونونو نورو هېواد پرېښود.
روسیې اوس هم د افغانستان له مسئلو لاس نه دی اخیستی او په دې وروستیو کې په کابل کې د دې هېواد سفارت ویلي وو، دوی له طالبانو سره اړیکه لري.
د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل.
د شوروي اتحاد لښکرو شاوخوا لس کاله په افغانستان کې ګولۍ واورولې چې په پایله کې یې تر یو میلیون ډېر افغان ووژل شول، په میلیونونه نور یې معلول او کډوالۍ ته اړ کړل.
د هغې جګړې قربانیان او کورنۍ یې اوس هم د عدالت په تمه دي. په افغانستان کې د خپلواکو مسلمانانو ټولنې غړی موسي فریور وايي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد برید هغه وخت نړۍ حیرانه کړې وه او د ملګرو ملتونو په ګډون نور بنسټونه هم افغانستان ته د جګړې له امله د اوښتي تاوان اخیستلو او عدالت غوښتلو لپاره چوپه خوله پاتې شول:
"د پخواني شوروي یرغل په لړ کې زموږ میلیونونه افغانان له هېواده ووتل، یونیم میلیون افغانان ووژل شول، روسیه چې اوس د پخواني شوروي اتحاد وارثه ده، موږ د غرامت غوښتنه کوو."

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د برید څه کم ۴۰ کاله تېرېږي، خو سیاسي شنونکي وايي اوس هم روسې د افغانستان له سیاسته لاس نه دی اخیستی.
په وروستیو کې په کابل کې د روسیې سفارت خبر ورکړ چې دوی له طالبانو سره په اړیکه کې دي.
فردوس کاووش چې د افغانستان او روسې اړیکې څاري، وايي له طالبانو سره د روسیې اړیکې کېدای شي یو وار بیا افغانستان د سیمې د قدرتونه د جګړې په ډګر بدل کړي:

د عکس سرچینه، Getty Images
"تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې د نړۍ د سترو ځواکونو او نړیوالو ترمنځ د افغانستان په اړه نظرونه له ستونزو سره مخامخ شول، روسانو افغانستان له خپلو سیالانو سره د سیالۍ میدان وګاڼه، نو زه فکر کوم له طالبانو سره د طالبانو اړیکه هم د هغه یوه برخه ده. روسان ځکه له طالبانو سره په اړیکه کې دي، چې د خپلو سیالانو ځواکونو لکه امریکا او ناټو غړو هېوادونو پرضد له طالبانو د فشار د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي.".
د روسې سفارت وویلي له طالبانو سره د دوی د هېواد اړیکې د روسیې د اوسېدونکو د ساتنې او د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په موخه دي.
روسیه په داسې حال کې د سولې له بهیر سره د همکارۍ خبره کوي چې افغان حکومت او نړیوالو ملګرو یې کلونه د سولې راوستلو لپاره هڅې کوي خو تر اوسه یې څرګنده پایله نه ده ورکړې.
یوشمېر افغانان په دې باور دي، چې په افغانستان کې له تېرو نژدې څلورو لسیزو راهیسې د تاوتریخوالي اصلي لامل پر افغانستان د پخواني شوروي اتحادي یرغل دی.

د عکس سرچینه، AFP










