''د شوروي یرغل، د روانې جګړې لامل شو''

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, مصطفى سالک
- دنده, کابل
نن د دسمبر ۲۷ نېټه ده چې د مرغومې، جدي له شپږمې نېټې سره برابره ده، لۀ نن (دسمبر ۲۷مه) څخه ۳۲ کاله مخکې پر همدې ورځ شوروي ځواکونو پر افغانستان د خپلې خوښې د يوه واکمن د واکمنولو او د کمونيست پلوه رژيم د ساتلو په موخه پر افغانستان يرغل وکړ.
شوروي ځواکونه شاوخوا لس کاله د يرغل ضد جنگياليو پر وړاندې له جگړې وروسته بېرته له افغانستان څخه وتو ته اړ شول.
ددغو ځواکونو له وتلو نژدې ۱۲ کاله وروسته د امريکا په مشرۍ په لسگونو زره بهرني سرتېري له ترهگرۍ سره د مبارزې په موخه افغانستان ته ننوتل او په بن کې يې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د جوړ شوي حکومت ملاتړ وکړ.
د ١٣٥٨ کال د جدي شپږمه نېټه وه چې تر ۱۰۰ زرو ډېرو شوروي ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې افغانستان ته ننوتل او په دغه هېواد کې يې د ببرک کارمل په مشرۍ نوى حکومت جوړ کړ.
د شوروي د يرغل له امله افغانستان له پراخې ويجاړۍ سره مخامخ شو.
په ميليونونو افغانان دنړۍ گوټ گوټ ته کډوال شول، په سلگونو زره مړه او معلول شول او د پرمختگ په برخه کې هم افغانستان کلونه کلونه شاته ولوېده.
که څه هم شوروي پوځ په افغانستان کې د ډېرو زيانونو له گاللو وروسته له ماتې سره مخامخ شو، خو ددغه پوځ له وتو وروسته نوموړي هېواد کې کورنۍ جگړه پيل شوه او د څو کلونو لپاره يې دغه هېواد له پراخو ستونزو سره مخامخ کړ.
د کورنۍ جگړې دوام او هغه څه چې په افغانستان کې دسخت دريځۍ او ترهگرۍ پياوړتيا بلل کېږي، ددې لامل شو، چې پر افغانستان د شوروي پوځونو له يرغل نه نژدې ۱۲ کاله وروسته امريکايي ځواکونه افغانستان ته ننوځي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
امريکا خپل پوځونه په بن کې د جوړ شوي افغان حکومت د ساتلو په نيت د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په اجازه افغانستان ته ننوېستل.
خو د افغانستان د سميزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور ليوال وايي چې دواړه هېوادونه د خپلو گټو او پولو د خوندي کولو په هڅه کې افغانستان ته راغلي دي. ښاغلى ليوال وايي که خبره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا وي نو هغه هم د سترو ځواکونو تر اغېز لاندې ده.
خو نن چې د شوروي يرغل ٣٢ کلونه پوره شول، لا هم يو شمېر افغانان د روانې جگړې لامل شوروي يرغل بولي او وايي همدغه يرغل وو چې په افغانستان کې يې د ناخوالو ور پرانیست چې لا هم نه دى تړل شوى.
خو يو شمېر داسې خلک هم شته چې وايي د هغه مهال د شوروي د مرستو له کبله د کمونیست پلوه حکومت په ولکه کې د اوسېدونکو خلکو اقتصاد د اوس په پرتله ښه و.








