'نفوذي' طالب کندوز کې د 'پاڅونوالو' قومندان او څلور ملګري وژلي

د عکس سرچینه، .
د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې سیمه ییز چارواکي وایي؛ د طالبانو یوه نفوذي کس په خان اباد ولسوالۍ کې د پاڅونوالو یو قومندان او د هغه څلور ملګري وژلي دي.
قومندان جبار له خپلو کسانو سره د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په ملا غلام کلي کې مېشت وو.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري بي بي سي ته وویل؛ دغه پېښه تېره شپه ناوخته ۱:۳۰ بجه (سیمه ییز وخت) رامنځته شوې ده.
د امیري په وینا، د طالبانو نفوذي له ډېر وخت راهیسې د قومندان جبار تر امر لاندې له نورو پاڅونوالو سره دنده ترسره کوله او د هغه اعتماد یې ترلاسه کړی و.
امیري وویل؛ بریدګر د خپلو څلورو ملګرو او قومندان تر وژلو وروسته د پوستې وسلې له ځانه سره وړي او طالبانو سره یوځای شوی.
طالبانو ددې پېښې مسولیت منلی او ویلي یې دي چې بریدګر ددوی نفوذي و. قومندان جبار لس وسله وال کسان لرل او د دولت د مخالفینو پروړاندې د پاڅون کوونکې ډلې په توګه یې د خپلې سیمې د امنیت ساتلو لپاره فعالیت کاوه.
ښاغلي امیري وویل؛ ددغو ځواکونو چې سیمه ییز پاڅونوال یې بولي د منظمو تشکیلانو او تنظیمولو نشتوالي له امله تل د طالبانو د نفوذ احتمال لیدل کېږي.
چارواکي وایي، ددې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د پاڅونوالو په پېژندنه کې دقت وشي او حکومت سره ددوی مشخصات ثبت شي.
د هغه په وینا، دغه ځواکونه رسمي تشکیلات نه لري او دا هغه کسان دي چې په ناارامو سیمو کې د طالبانو پرضد وسله پورته کوي او هېڅ ډول حقوق او وسلې له دولته نه ترلاسه کوي.
د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي، د کورنیو چارو وزارت تراوسه په دې ولایت کې د محلي پولیسو تشکیل نه دی منظور کړی.








