شربت ګله به دوه ورځې وروسته کابل ته واستول شي

پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پېښور په زندان کې د بندي مشهورې افغان مېرمنې په اړه ویلي؛ شربت ګله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ افغانستان ته واستول شي.
ښاغلي زاخېلوال پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې، د ښکلو شنو سترګو لرونکې مشهوره افغان مېرمنه له "خواشینوونکي وضعیت" نه خلاصه شوې.
هغه ویلي؛ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به کابل کې شربت ګلې سره وګوري، او "هېواد کې د بېرته ځای پرځای کېدو کې به ورته ځانګړې پاملرنه وکړي."
بلخوا د شربت ګلې مدافع وکیل مبشر نظر وایي؛ محکمې د هغه موکلې ته د ۱۵ ورځې بند سزا اورولې ده.
مدافع وکیل د پېښور په حیات اباد سیمه کې له محکمې بهر بي بي سي سره خبرو کې وویل؛ نوموړې محکمه کې پر خپل جرم اعتراف کړی. د مبشر نظر په وینا، محکمې شربت ګله د ۱۵ ورځې بند سزا ترڅنګ ۱۱۰ زره پاکستانۍ روپۍ (۱۰۵۰ امریکایي ډالر) جریمه کړې ده.
د شربت ګلې مدافع وکیل وویل؛ "د هغې د نیول کېدو ۱۱ ورځې کېږي او څلور ورځې به نور هم زندان کې وي او د جریمې تر پرې کولو وروسته به خوشې شي."

پاکستاني پولیسو ۱۰ورځې وړاندې (عقرب/ لړم ۵مه) شربت ګله په دې تور ونیوله چې ځان او د خپلې کورنۍ غړو ته یې د پاکستان جعلي شناختي کارت (پېژندپاڼه) جوړ کړی.
د شربت ګلې تر نیول کېدو وروسته د افغانستان حکومت په تېره بیا اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې او ورسره یو شمېرو کسانو د ټولنیزو شبکو فیسبوک او ټویټر له لارې د نوموړې د خوشي کېدو لپاره کمپاین وکړ.
ښاغلي زاخېلوال له کمپاین کوونکو مننه کړې او ویلي یې دي؛ "نننۍ خوښ خبر ستاسې د ټولو د ملاتړ او ډاډ پایلامه وه."
د چهار شنبې په ورځ محکمې ددغې افغان ميرمنې په ضمانت د خوشې کيدو غوښتنه رد کړې وه.
د محکمې په پريکړه کې ويل شوې و چې د شربت ګلې قانونې وکيلانو محکمې ته د قانون پر ځای د بشرې خواخوږې دليلونه ورکول.

د عکس سرچینه، dpa
شربت ګله هغه مهال په نړیواله کچه مشهوره شوه چې مشهورې رسنۍ نشنل جیوګرافیک په ۱۹۸۵ کال کې د هغې انځور پر خپلې مجلې خپور کړ. هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه وه.
د ۴۶ کلنې شربت ګلې مېړه دوه کاله وړاندې د تور زیړي د ناروغۍ له امله مړ شوی، یو زوی او دوه لوڼې لري او په پېښور کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده.









