زاخېلوال: ''محکمه دې شربت ګله خوشې، زړونه دې وګټي''

پېښور کې افغان کونسل عبدالوحید پویان د پاکستان له خوا د شربت ګلې له نیول کېدا وروسته له هغې سره په روغتون کې ګوري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پېښور کې افغان کونسل عبدالوحید پویان د پاکستان له خوا د شربت ګلې له نیول کېدا وروسته له هغې سره په روغتون کې ګوري
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

اکسپرېس ټريبيون:

پاکستان چاپې ورځپاڼې اکسپرېس ټريبيون د پېښور سترې محکمې له لوري په ضمانت د شربت گلې نه پرېښودو موضوع ته کتنه کړې چې د جعلۍ پاکستانۍ پېژندپاڼې درلودو په تور نيول شوې.

ورځپاڼې پاکستان کې د افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال وينا راخيستې چې وايي "شربت گله په نړۍ کې پېژندل شوې څېره او پر افغانانو يو گران انځور دى چې نيول کېدل يې دوى وار له مخه سخت خپه کړي."

ښاغلي زاخيلوال ويلي د محکمې دا پرېکړه د ولسونو متقابل احساس او د زړونو د گټلو اصل ته لا زياته بې پامي ده چې دوى ادعا کوي مخو لپاره يې د زړونو گټل مهم دي.

واشنگټن پوست:

واشنگټن پوست خپلې نننۍ گڼې کې د بې ځايه شويو افغانانو حالت ته کتنه کړې او وايي په افغانستان کې د دوى شمېر زياتېدا له امله يو بشري کړکېچ پېښېدونکى دى.

ورځپاڼه وايي تېرکال وارله مخه په افغانستان کې يو ميليون کسان بې ځايه شوي و او سږ څه د پاسه يو ميليون نور په کور دننه بې ځايه شوي او يا د پولو له پورې غاړو را اوښتي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د وياند نادر فرهاد له خوله ليکي بې ځايه شوي له خوړو نيولې تر کمپلو، خدمتونو او دندو پورې په ټولو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.

د عکس سرچینه، BBC Sport

د عکس تشریح، ورځپاڼه په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د وياند نادر فرهاد له خوله ليکي بې ځايه شوي له خوړو نيولې تر کمپلو، خدمتونو او دندو پورې په ټولو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.

ورځپاڼه زياتوي چې ملگرو ملتونو دې ته حالت ته په پام سره د کډوالو د يوې خطرناکې څپې خبردارى ورکړى.

واشنگټن پوست وايي دغه وگړي د جنگ جگړو، وچکالۍ او بې وزلې له امله د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د وياند نادر فرهاد له خوله ليکي بې ځايه شوي له خوړو نيولې تر کمپلو، خدمتونو او دندو پورې په ټولو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز د ولسمشر غني هغه وينا را اخيستې چې وايي د هند له لوري افغان ځواکونو ته ورکړل شويو جنگي چورلکو په افغانستان کې د امنيتي وضعي د لا خرابېدو مخنيوى کړى.

درې چورلکې تېر نومبر افغانستان ته د لومړي وزير نرېندرا مودي د يوۀ سفر په ترڅ کې وسپارل شوې او ټاکل شوې چې څلورم هغه يې هم ډېر ژر وسپارل شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، درې چورلکې تېر نومبر افغانستان ته د لومړي وزير نرېندرا مودي د يوۀ سفر په ترڅ کې وسپارل شوې او ټاکل شوې چې څلورم هغه يې هم ډېر ژر وسپارل شي.

ښاغلي غني دغه څرگندونې تېره ورځ د افغانستان د امنيتي ادارو يوې گډې غونډې ته په وينا کې وکړې.

ورځپاڼه وايي هند تېرکال افغان ځواکونو ته د "نا وژونکو" پوځي تجهيزاتو د ورکړې خپله اوږدمهاله تگلاره يو اړخ ته کړه او افغانستان ته يې د څلورو "ام آى ٢٥ " ډوله جنگي چورلکو د ورکړې پرېکړه وکړه.

درې چورلکې تېر نومبر افغانستان ته د لومړي وزير نرېندرا مودي د يوۀ سفر په ترڅ کې وسپارل شوې او ټاکل شوې چې څلورم هغه يې هم ډېر ژر وسپارل شي.

يوۀ هندي چارواکې ورځپاڼې ته ويلي څلورمه الوتکه ځينو پرزو ته اړتيا لري چې له روسيې را واردېږي.

دغه الوتکه به د پرزو له ترلاسه کولو وروسته او فعالېدو سره سم ډېر ژر افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

لاس انجلس ټايمز:

لاس انجلس ټايمز وايي د فلېپين ولسمشر روډريگو دوتېرتې د سپکو سپورو نه ويلو خپله ژمنه ماته کړه او بيا يې امريکايي چارواکي وښکنځل.

ښاغلي دوتېرتې وويل امريکايانو له خپلو لاسوهنو هېڅ راز لوست نه دى زده کړى.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي دوتېرتې وويل امريکايانو له خپلو لاسوهنو هېڅ راز لوست نه دى زده کړى.

ښاغلي دوتېرتې چې له امريکا نه يې د وسلو د رانيولو پر شونتيا خبرې کولې د نشه يې توکو او قاچاق په وړاندې د مبارزې په برخه کې له خپلې تگلارې سره د امريکايي چارواکو د مخالفت له امله غوسه څرگنده کړه او هغوى يې بيزوگان وبلل.

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي دوتېرتې وويل په ذهن کې يې امريکايان ښه انځور لري خو د دۀ په زړه کې يې خپل درنښت بايللى نو له دې امله دى ورته بد رد وايي.

ښاغلي دوتېرتې وويل امريکايانو له خپلو لاسوهنو هېڅ راز لوست نه دى زده کړى.