غني: کوټه کې د پولیسو پر مرکز برید د ترهګرو کار دی

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان بلوچستان مرکز کوټه کې پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ډله ییز برید د ترهګرو کار بللی او په ملي او سیمه ییزه کچه یې د ترهګرو پرخلاف د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه.
د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د دوشنبې او سه شنبې په منځنۍ شپه وسله والو د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ډله یيز برید کړی، چې لږترلږه ۵۹ کسان چې ډېری يې روزونکي پولیس دي، پکې وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان دي.
ولسمشر غني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید په سختو ټکو غندلی او ترهګري یې د سیمې او نړۍ د ټیکاو لپاره ګډ ګواښ بللی دی.
اشرف غني وايي، د تېر په څېر ترهګرو نن یوځل بیا د کوټې برید کې ګڼې کورنۍ ویرجنې کړې.
ولسمشر غني یوځل بیا په ملي او سیمه ییزه کچه د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره په مشترکه مبارزه ټینګار وکړ.
دی وايي: ''ترهګري هېڅ دین، قانون، نژاد او توکم نه پېژني او نه ورته درناوی لري، نو له همدې امله د واحد لیدلوري او واضحې ستراتیژۍ له مخې باید ټول د تروریزم ترمنځ د ښه او بد تفکیک پرته د هغوی پرضد وجنګېږي او قوه استعمال کړي.''
د بلوچستان سیمه ییز چارواکي وايي، دریو برید کوونکو تېره شپه له ځايي وخت سره سم د شپې لس بجې پر دغه روزنیز مرکز برید وکړ.
د پولیسو یاد روزنیز مرکز د کوټې په سریاب سیمه کې پروت دی، چې همدا سریاب سیمه له مودې راهیسې د کوټې په يوې تر ټولو ناامنه سیمو کې ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، AP
وړاندې هم په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو کې پر دغه مرکز خونړي بریدونه شوي وو.
کوټه د بلوچستان ایالت مرکز دی، چې په وروستیو کې تر ډېره پکې اورپکي او ناامنۍ ډېرې شوې دي.








