کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید کې ۶۱ وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د سه شنبې په منځنۍ شپه وسله والو د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ډله یيز برید کړی، چې په کې تراوسه لږ تر لږه ۶۱ کسان چې ډېری يې روزونکي پولیس دي، وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان دي.
په کوټه کې د پولیسو یوه مشر اعتزاز ګورایا نن سه شنبه چرګ بانګ مهال بي بي سي ته وویل، په دغه برید کې د وژل شويو شمېر ۵۹ ته رسېدلی او عمليات د دریو بریدکوونکو په وژل کېدو پای ته رسېدلي دي.
چارواکي وايي، دریو بریدکوونکو تېره شپه له ځايي وخت سره سم د شپې لس بجې پر دغه روزنیز مرکز برید وکړ.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټی وايي، برید د روزنیز مرکز د شا له لوري پیل شوی، چې هلته یوه ساتونکي تر ډېره پورې دغه بریدکوونکي بوخت ساتلي وو، خو دده په خبره کله چې هغه ووژل شو، نو برید کوونکي مرکز ته په ننوتو کې بریالي شول.
چارواکي وايي، تر برید سم لاسي وروسته د ملېشه ځواکونو او پولیسو اضافي سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل، چې لږ تر لږه څلور ساعت د وسله والو او امنيتي سرتېرو ترمنځ په مرکز کې دننه جګړه روانه وه.
د پولیسو یاد روزنیز مرکز د کوټې په سریاب سیمه کې پروت دی، چې همدا سریاب سیمه له مودې راهیسې د کوټې په يوې تر ټولو ناامنه سیمو کې ګڼل کېږي.
وړاندې په یاده سیمه کې تر ډېره خپلواکي غوښتونکي بلوڅ وسله والې ډلې فعالې وې، چې بیا بیا يې پاکستاني امنيتي ځواکونو پرضد چاڼیز عمليات کړي دي.

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency

د عکس سرچینه، AFP

د کورنیو چارو یاد وزیر زیاتوي، په دغه برید کې دوو وسله والو په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوځول او یو بریدګر د پولیسو په ډزو ووژل شو.
د پولیس یاد روزنیز مرکز په بلوچستان ایالت کې یواځينی روزنیز مرکز دی، چې د چارواکو په خبره مخکې به دلته تر اووه سوه زیات روزونکي پولیس اوسېدل،
خو د امنیت له امله يې اوس هلته د روزونکو پولیسو شمېر کم کړی و او له دوه نیم سوه بیا تر درې سوه روزونکي پولیس اوسېدل. تردې وړاندې هم پر دغه مرکز د راکټونو بریدونه شوي او ددغه مرکز شاوخوا هم پر پولیسو وسله وال بریدونه شوي و.
د کوټې امنيتي چارواکي وايي، د وژل شويو اکثره پولیسو د جنازې مراسم يې په کوټه کې ترسره کړي او وروسته يې د هغوی مړي خپلو پلرنیو سیمو ته لېږدولي دي. په دغه مرکز کې د بلوچستان ایالت له بېلابېلو ښارونو څخه نوي پولیس روزنې ته راځي.
لشکر جنګوي العالمي
په بلوچستان کې د ملېشه ځواک مشر شېرافګن د پېښې په ځای کې له رسنیو سره خبرو کې تور پورې کړی، چې وسله والو ته د برید مهال له افغانستان څخه زنګونه راتلل او زیاتوي، دغه برید کوونکي د لښکر جنګوي العالمي وسله وال وو، خو تراوسه یادې ډلې ددغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.
ددغه ایالت مشر وزیر ثناء الله زهري د پاکستان له اردو ژبي ټيلویزیون جیو سره خبرو کې ویلي، چې دوی ته له څو ورځو راهیسې څارګرو ادارو رپوټ ورکړی و، چې ښار ته وسله والو ننوتي او تر هغه وروسته يې په ښار کې کلک امنيتي تدابیر نیولي وو.
ښاغلی زهری وايي، تر هغه وروسته چې بریدګر په ښار کې دننه د برید په پلانولو کې ناکام شول، نو د ښار څنډې سریاب سیمې ته يې مخه وکړه او هلته يې دغه روزنیز مرکز په نښه کړ.

د عکس سرچینه، Reuters
تردې وړاندې د شپې ناوخته د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې رسنیو ته په لېږل شوي یوه بیان کې ویلي وو، چې له پنځو بیا تر شپږو پورې وسله وال دغه روزنیز مرکز ته ننوتي او ددوی امنيتي ارګانونو يې پرضد عملیات پيل کړي دي.








