کوټه کې چاودنې درې محصلین وژلي

کوټه

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، دا لا مالومه نه ده چې ایا د برید موخه همدغه بس و او که بل څوک.

د پاکستان بلوچستان مرکز کوټه کې د پوهنتون پر یوه بس چاودنې لږترلږه ترې محصلین وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

دا لا مالومه نه ده چې ایا د برید موخه همدغه بس و او که بل څوک.

پولیسو ویلي چاودنه په بس کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو کله کبله رامنځ ته شوې ده.

دغه بس د یوه سیمه ییز کالج اړوند محصلین لېږدول.

تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې، خو تر ډېره ددا ډول چاودنو پړه پر پاکستاني اورپکو او طالبانو اچول کېږي.

د بلوچستان توکمیزو شخړو د ګڼو کسانو ژوند اخیستی دی.

په دغه ایالت کې له څه مودې راهیسې توکمیز بریدونه ډېر شوي دي.

وړاندې افغان او لوېديځو چارواکو ویلي چې کوټه کې د طالبانو مشران افغانستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

خو پاکستان دا ډول ادعا تل رد کړې ده.

په تېر جون کې کوټه ښار کې پر یوې دیني مدرسې ورته برید لږترلږه ۱۵ کسان ووژل.