کوټه: جنازې پر مراسیمو ځانمرګی برید شوی
د پاکستان بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د یوې چاودنې له کبله د یوه لوړپوړي پولیس افسر په ګډون لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.
چاودنه د یوه پولیس افسر د جنازې په مراسیمو کوې رامنځ ته شوه. برید کې نژدې پنځوس نور کسان ټپیان شوي دي.
د ځايي پولیسو مشر میر زبیر له قوله ویل شوي، چې یوه ځانمرګي برید ګر د جنازې مراسیمو له پیله شیبه مخکې ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول.
د نوموړي په وینا له وژل شویو څخه یو بلوچستان کې د پولیس عملیاتو مشر و. دغه ایالت له لسیزو راهیسې د اسلامپاله توندلارو او بیلتون پالو د فعالیتونو ښکار دی.




