د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کې د فوټبال نوې بېلګې

د عکس سرچینه، Getty Images
ښځینه فوتبالرانې چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، نړۍ ته پیاوړی پيغام لري چې نورو ته "د خبرو کولو او زړورتیا احساس ورکوي".
د ښځینه وو نړیوال جام سیاليو پايلوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د انګلنډ او اسپانیا لوبډلو ترمنځ ده.
د بي بي سي سل مېرمنو د لوبغاړو یو شمېر هغو مسلو ته پام کړی چې د مېرمنو پر ژوند اغېز او د غوره کاري شرایطو، د زېږون رخصتۍ او مساوي معاش لپاره مبارزه کوي.
کله چې د اسټرالیا لوبډلې لوبغاړې کیټرینا ګوري د نړیوال جام په لړ کې د پېنالټي شوټ په ګول بدل کړ، هغې د زرګونو لیدونکو له منځه لاسونو د خپلې دوه کلنې لور هارپر خوا ته وښورول، چې د ډېرو پام ور واوښت. هغې وروسته، خپله لور هارپر له ځان سره لوبغالي ته بوتله، خوښه وه ځکه مینه والو د فرانسې پر وړاندې د هغې بریا ستایله.
په سږني نړیوال جام کې ډېر شمېر میندې د لوبې ډګر ته راووتلې او په لوړه کچه یې په فوټبال کې د میندو ګډون تجربه نړیوالو ته وړاندې کړه.
د پیاوړو او بریالۍ مېرمنو دا انځورونه چې په پراخه توګه خپاره شوي، نړۍ ته یو پیاوړی پیغام هم لرلی دی.
د برازیل افسانوي فوټبالرې مارټا هم د یوې نوې بېلګې په توګه د خلکو پام ور اړولی. هغې د نړیوال جام پرېښودو پر مهال د خدای پاماني احساساتي پیغام درلود.
مارټا وویل، "کله چې ما فوټبال پیل کړ د ښځو فوټبال په برخه کې هېڅ کومه بېلګه نه وه "شل کاله وروسته، موږ نه یوازې په فوټبال کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د ډېرو مېرمنو لپاره رول ماډل يا بېلګې لرو."
د ښځو نړیوال جام تر دوو میلیارد لیدونکو راجلبولو سره، لوبغاړو د ښځو د حقونو او مبارزې په تړاو مسلو ته پام ور اړولی چې خپل اغېز لري.
دوه څرګند موضوعات چې ښځینه لوبغاړو پکې پرمختګ کړی د زېږون او مساوي معاشونونو ترلاسه کولو حقونه دي.
سټیسي پاپ، چې د انګلستان د درهام په پوهنتون کې د جنسیت، سپورت او نابرابرۍ په اړه څېړنه کوي، وايي، "له لوبغاړو څخه عموما تمه کېږي چې د مور او مسلکي سپورت مسلک تر منځ یو غوره کړي."
نوموړې وايي، "دا ځکه چې د سپورت د شغل غوراوی د نارینه بېلګو پر بنسټ کېږي او مېرمنې د تغذیې او مورولۍ سره تړل کېږي."
خو نن ورځ بیا غوره لوبغاړي قانون او لارښود بیا لیکي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې کال د نړیوال جام په یوه بله نه هېرېدونکې شېبه، له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د امریکايي ستورې الیکس مورګن غبرګون و، هغې ته د خبریالانو سره د خبرو پر مهال د هغې د درې کلنې لور ټیلیفون زنګ راغی، ځکه یې له خبریالانو بښنه وغوښته او د خپلې لور ټیلیفون ته یې ځواب ورکړ.
همدارنګه اسپانوي لوبغاړې ایرین پریډیز خپل زوی اسټرالیا ته له ځان سره بېولی دی، هغې له فیفا سره په مرکه کې ویلي، "کله چې ستاسو ماشوم ډېر کوچنی وي، هغوی تاسو ته اړتیا لري، خو تاسو هم ورته اړتیا لرئ."
د ښځینه فوټبال سترو نومونو لکه د ایرلینډ این او ګورمن، د چین جانګ شین او د دریو ماشومانو جمېکايي مور چینا میتیوز ، پردیس د دندو، ننګونو او غوراوي په اړه په ښکاره ډول خبرې کړې دي.
په تېرو وختونو کې ښځینه لوبغاړو عموما د ماشومانو زېږون حقونه نه ترلاسه کول، ځکه په تاریخي توګه فوټبال د نارینه تر واک لاندې اداره وه.
د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ، چې د فوټبال نړیوالې واکمنې ادارې فیفا د فدراسیونونو لپاره د زېږون لازمي مقررات اعلان کړل، ښځینه لوبغاړو ته د ميندوارۍ پرمهال بشپړ معاش او لږترلږه ۱۴ اوونۍ رخصتي ورکول کېږي. د زېږون رخصتۍ پر مهال دوی ته باید لږ تر لږه د دوی د معاش دوه پر درېیمه برخه ورکړل شي.
په سږنیو سیالیو کې د نغدي جایزو اندازه هم ډېره شوې.
هغه لوبډلې چې منځلوبو ته لار مومي هر یوې ته یې دوه اعشاریه ۱۸ میلیونه ډالر، څلورم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۴۵ میلیونه ډالر، درېیم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۶۱ میلیونه ډالر، دویم ځای لرونکې لوبډله به درې میلیونه ډالر او اتلې لوبډلې ته څلور اشعاریه ۲۹ میلیونه ډالر ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د فیفا مشر جیاني انفانتینو ویلي، تر ۲۰۲۷ کاله د معاش د برابرۍ تضمین "زموږ هیله" ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو د سپورټ مشرې، جینیفر کوپر ویلي، د دې موضوع مسولیت په یو شمېر ډلو پورې تړلي دي، "مالي ملاتړ کوونکي او خپرونکي هم باید ګامونه پورته کړي، په اصل کې د ښځو فوټبال ملي فدراسیونونه د مساوي معاش لوی رول لوبوي."
دا له ښځو سره د چلند په اړه له لومړي احتجاجه ډېر واټن ښيي.
د نایجیریا لوبډلې په ۲۰۱۶ کال کې د معاشونو نه ترلاسه کولو او جایزو په اړه په خپل هوټل کې ناسته وکړه. بیا په ۲۰۱۷ کال کې د ناروې لوبغاړې اډا هیګربرګ د ښځینه لوبغاړو لپاره "د درناوي نشتوالی" له امله له نړیوال جام سره پرېکون اعلان کړی او په دې تړاو یې نیوکې درلودې.
امریکایي ښځینه فوټبالرانو په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا فوټبال پروړاندې قانوني اقدام وکړ. هغوی ادعا درلوده چې د مېرمنو لوبډلې ته د "غوره" فعالیت سره سره "په دوامداره توګه د دوی د نارینه همکارانو پرتله لږې پیسې ورکول کېږي".
د امریکا ښځینه فوټبال ملي لوبډلې څلور ځله د ښځو نړیوال جام ګټلی، پداسې حال کې چې له ۱۹۳۰ کال راهیسې یې د نارینه وو غوره ځای یې یو ځل تر درېیمه رسېدلی.
بالاخره، امریکا د تېر کال په فبرورۍ کې خپلې فوټبال ښځینه ملي لوبډلې ته ۲۴ میلیونه ډالر بېل کړل، چې له ژمنې سره سم د نارینه او ښځینه لوبغاړو ترمنځ معاش مساوي کوي.










