شاه رخ خان به په 'جوان' فلم کې د فلم اتل وي که خطرناک بدماش؟

شاه رخ خان

د عکس سرچینه، RED CHILLIES ENTERTAINMENT

"زه څوک یم؟ څوک نه یم؟ پته نشته. زه ښه یم که بد؟ اولاد که پلار؟ دا پوښتنه له ځانه وکړئ، ځکه زه ته یم!

کله چې زه د فلم بدماش شم، هېڅ اتل زما مخې ته نه شي درېدلی!"

شاه رخ خان د خپل راتلونکي فلم "جوان" په تړاو دا کرښې بیانوي، دا ستونزمنه ده چې پوه شئ شاه رخ خان پکې اتل دی که خطرناک بدماش.

تر "پټان" فلم وروسته چې په هند او نړۍ کې د خبرونو سرټکی شو، دا به د شاه رخ خان لومړنی فلم وي چې مینه وال یې ورته په تمه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې اوس پر دې خبرې روانې دي چې د "جوان" کیسه څه ده او ولې شاه رخ په داسې بېل رول کې را څرګندېږي.

په یوټیوب کې د جوان لنډ اعلانونه په لومړیو ۱۲ ساعتونو کې له دېرش میلیونو ډېرو کسانو لیدلي او د ټوېټر په ګډون په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي.

شاه رخ خان

د عکس سرچینه، RED CHILLIES ENTERTAINMENT

د دې اکشن فلم لارښود اتلیکمار دی، چې د سوېلي هند فلمي صنعت کې ستر نوم لري.

دا فلم د شاه رخ مېرمن ګوري خان لخوا جوړېږي او ګورو ورما یې شریک پروډیوسر دی. جوان به د سپتمبر په ۷ مه په هندي، تامیل او تیلګو ژبو کې خپور شي.

ټاکل شوې وه، دا فلم د جون په دویمه نېټه نندارې ته وړاندې شي، خو د ځینو تیاریو له امله یې د خپرېدو نېټه وځنډول شوه.

په دې فلم کې د شاه رخ تر څنګ ډیپیکا پاډوکون، سانیا ملهوترا، پریماني، ګورجیا اوک، سنجیتا بهاتیاچاریا، لهار خان، عالیه قریشي، ریدي ډوګرا، سنیل گروور او مکېش چابرا هم شامل دي.

د هندي سینما شنونکي ترن ادهرش په یوه ټویټ کې لیکلي "د انتظار شیبې پای ته رسېدلي." هغه د جوان فلم لومړنۍ صحنې ستایلې دي.

شاه رخ په تېر کې د "ډان" او "ډر" په څېر فلمونو کې منفي رول لوبولی چې خورا مشهور شوي وو.

شاه رخ خان

د عکس سرچینه، RED CHILLIES ENTERTAINMENT

یو شمېر مینه والو یې له دې وړاندې د خپلو سرونو ګنجي کولو عکسونو شریکول پیل کړي، خو اوس به معلومه شي چې شاه رخ په جوان فلم کې ګنجی اتل دی، که بدماش.

اوس پوښتنې دا دي چې جوان به د پټان پرتله لا زیات مشهور شي؟

پټان د روان کال په جنورۍ کې خپور شو او ویل شوي، په ټوله نړۍ کې یې په لومړۍ ورځ له یو میلیارډ زیاتې هندي روپۍ ګټلې وې.

په ټولنیزو رسنیو کې دا هم ویل کېږي چې د جوان بریا ښايي پټان شاته پرېږدي. نو ایا په لومړۍ ورځ به شاوخوا یو نیم میلیارډه روپۍ وګټلی شي؟ هغه څه دي چې د فلم تر خپرېدو وروسته به معلوم شي.