د سلمان خان او شاه رخ خان د یوې ګډې صحنې پر ثبت ۳۵۰ میلیونه هندۍ روپۍ لګول کېږي

فائل فوٹو

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې شاه رخ خان او سلمان خان یو ځای د سینما او تلویزیون پر پرده راښکاره کېږي، فلم جوړونکي یا پروډیوسران هڅه کوي داسې فلمي صحني ورته جوړه کړي چې د ډېرو لېدونکو پام ورټول کړي.

د سلمان خان په ټایګر ۳ فلم کې د شاه رخ خان لنډ رول لپاره ډېره ځانګړې صحنه په پام کې نیول شوې ده.

د شاه رخ خان او سلمان خان په ګډه صحنه ۳۵۰ میلیونه هندي روپۍ لګول کېږي چې یو ښکلی سیټ یا چاپيریال ورته جوړ کړي.

په پټان فلم کې د یادو دوو سترو ستورو ګډه صحنه د خلکو ډېره خوښه شوې وه.

همدې ته په کتو ټایګر ۳ کې د دوی ځانګړې ګډه صحنه په شانداره بڼه جوړېږي او فلم کې ځای په ځای کېږي.

h

د عکس سرچینه، Getty Images

د راپورونو له مخې یاده مهمه صحنه دوه ورځې وروسته د مې میاشتې پر ۸مه ریکارډ کېږي.

په پټان فلم کې د شاه رخ خان او سلمان خان ځینې صحنې په نړیواله کچه د خلکو ډېرې خوښې شوې وې.

ټایګر۳ ته د خلکو ډېرې هیلې دي، پروډیوسر یې هڅه کوي چې دا د تل لپاره په یاد پاتې صحنه وګرځوي.

که د شاه رخ خان او سلمان خان تېر فلم ته راشو نو په ټوله نړۍ کې له تود هرکلي وروسته اوس پټان په بنګله دېش کې خپرېږي.

دا به له ۱۹۷۱ کال راهیسې لومړی هندي فلم وي، چې په بنګله دېش کې نندارې ته وړاندې کېږي.

پټان

د عکس سرچینه، YRF

د عکس تشریح، پټان فلم

فلم جوړوونکی وپل شاه چې د نمستې لندن او سینګ ایز کېنک په څیر مشهور فلمونه یې جوړ کړي، اوس له اوږدې مودې وروسته هڅه کوي یو بل په یاد پاتېدونکی فلم هم جوړ کړي.

بلخوا یو بل فلم کیرالا ښيي، چې څنګه د اسلامي دولت په نوم سختدریځه ډله د هند له کیرالا څخه ۳۲۰۰۰ هندو نجونې تښتوي او بیا یې د جهاد په نوم د سختدریځۍ په لاره کې قرباني ته هڅوي.

له همدې کبله یو څه سیاسي غبرګونونه یې په اړه شته دي.

ډیری سیاسي مشرانو او شخصیتونو پر فلم باندې د بندیز غوښتنه کړې او دا یې د نفرت خپرولو لامل بللی.

خو د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په کرناټکا کې یوه ټاکنیزه غونډه کې د فلم ستاینه د سندرې په انداز کې کړې وه.

ښاغلي مودي ویلي و، چې دا فلم په هېواد کې د سختدریخۍ دسیسې په ډاګه کوي.