"پټان فلم" له لسو میلیاردو ډېرې روپۍ ګټلې، شاه رخ خان په بیا راستنېدو تاج او تخت ترلاسه کړی

پټان

د عکس سرچینه، YRF

د بالیووډ د فلمي ستوري شاه رخ خان مېرمنې ګوري خان ویلي، پټان فلم تر نن ورځې/شنبه د هند سینما په تاریخ کې تر ټولو ډېره ګټه کړې.

که څه هم له دغه فلم سره د جنورۍ په ۲۵ مه يو شمېر هندو مذهبه ګوندونو پرېکون اعلان کړی وو، خو له لانجو سره سره نندارې ته وړاندې شو او له لومړۍ ورځې يې نوي ريکارډونه جوړ کړل.

نندارې ته د پټان فلم له وړاندې کېدو پنځه اونۍ وروسته، دا د هند سینما په تاریخ کې تر ټولو لوړ عاید لرونکی فلم دی.

د شاه رخ خان د مېرمنې ګوري خان په وینا، "پټان" تر اوسه په ټوله نړۍ څه باندې لس میلیارده هندي روپیو "څه باندې۱۲۲ میلیونه ډالرو" عاید کړی دی.

د "یش راج" فلمونو شرکت د معلوماتو پر بنسټ، پټان فلم په هند کې ۶۴۰۰ میلیونه روپۍ او له هنده بهر یې ۳۸۶۰ میلیونه روپۍ ګټلې چې د ګټې دغه چټکه لړۍ یې لاهم روانه ده.

د دې تر څنګ یش راج فلمز د "پټان" فلم لپاره د ټکټ په بیه کې د کموالي اعلان هم کړی، څو ډېر خلک یې د لیدو لپاره سینماګانو ته لاړ شي.

د فلمونو مشهور ارزونکي ترن ادرش، څلور تر ټولو زیات عاید لرونکي هندي فلمونه په لاندې ډول په ګوته کړي دي. "پټان"، "باهو بلي۲"، "کې ایف جي ۲" او څلورم د عامر خان فلم "دنګل" دی.

پټان

د عکس سرچینه، YRF

تر هغه ځایه چې دنګل خبره یادیږي، نو تر اوسه یې په هند کې تر ټولو زیاتې پیسې ګټلي. دنګل فلم په یوه ژبه نه، بلکې په څو ژبو کې خپور شوي او په ټولیزه توګه یې دوه میلیارده هندي کلدارې ګټلې. په داسې حال کې چې د شاه رخ خان "پټان" فلم تر اوسه یوازې یو میلیارډ روپۍ ګټلي او له دنګل لا هم یو میلیارډ روپۍ شاته دی، خو هغه شان چې لیدل کېږي دا فلم اوس هم ښه عاید لري.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ټولو لوړ عاید لرونکی فلم "اوتار" فلم بلل کیږي، چې څه د پاسه دوه نیم میلیارده ډالره یې ګټلي. دا فلم په ۲۰۰۹ میلادي کال کې نندارې ته وړاندې شو. خو ډېری ارزونکي بیا وايي، که د انفلاسیون او د اسعارو بدلون ته پام وشي، نو تر ټولو زیات عاید لرونکی فلم " ګان وېت د وینډ" دی، چې په پرله پسې ۲۵ کلونو کې تر ټولو زیاتې عاید لرونکی فلم بلل شوی دی.

اواتار

د عکس سرچینه، 20TH CENTURY STUDIOS

همدا ډول، که د هندي سینما له اړخه وکتل شي، ډېر داسې فلمونه شته چې له خپریدو راهیسې خورا ښه کاروبار کوي. په دې فلمونو کې د شاه رخ خان "دل والې دلهنیا لی جاینګې" او د امیتاب بچن او درمندر فلم "شعلې" شامل دي.

په هرصورت، پټان نوی تاریخ جوړوي او لاهم په ملیونونو کسان لېواله دي چې دا فلم وګوري.