د اسراييلو تر برید وروسته فلسطیني کورنۍ په جنین کې کنډوالو ته ستنېږي

فلسطین

فاتنه الغول وايي: "موږ باید تښتېدلي وو. پرته له هغه به زه او زما لوڼې وژل شوي وای."

اغلې الغول وايي، کله چې د ښيښو ټوټو او خځلو ته ګوري نو ژړا ورځي ځکه یو وخت دا د هغې کور و.

یو بلډوزر وختي راغلی او د هغوی له کنډواله شوې کوڅې کثافات پاکوي.

هغه او د هغې د کورنۍ او ګاونډیانو نهه نورې ښځې، په اشغال شوې لویدیځې غاړې کې د جنین له کمپه وروسته له هغې وتښتېدې، چې اسراییلو هلته تر ټولو ستر عملیات پیل کړل.

د فاتنه کورنۍ یوه له هغو سلګونو کورنیو ده، چې اوس بېرته خپلو هغو کورونو ته ستنېږي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو او د اسراییلي ځواکونو او وسله والو فلسطینیانو ترمنځ نښتو کې ویجاړ شوي دي.

اسراییلي پوځ دا د "ترهګرۍ ضد عملیاتو" په توګه یادوي او وايي دوی په سیمه کې د وسله والو ډلو اړوند د وسلو پلورنځي او د تولید تاسیسات په نښه کړي.

خو د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت دغه عملیات د "جنین د خلکو پر وړاندې ښکاره جګړه" بللې ده.

د دوشنبې پر سهار سلګونه اسراییلي پوځیان، چې د بې پیلوټه الوتکو لخوا یې ملاتړ کېده د جنین کډوالو کمپ ته ننوتل، چېرې چې نژدې ۲۴ زره تنه په نیم کیلومتر مربع سیمه کې اوسېږي. دوی هلته له وسله والو فلسطینیانو سره سخته جګړه پیل کړه.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، په تېرو دوو ورځو کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۲ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د اسراییلو پوځ هم ویلي، د دوی یو سرتېری د سه شنبې پر شپه له کمپه د وتلو پر مهال مهال ووژل شو.

فاتنه وايي: "زما کور په بشپړه توګه ويجاړ شوى، هر څه مات او سوځېدلي دي. ټول زيانمن شوي دي."

یو شمېر سیمه ییزو روغتونونو هم بي بي سي ته ویلي، دوی له جګړه ځپلو سره د مرستې هڅې کوي.

فلسطین

د چهارشنبې پر ورځ زرګونه ځايي خلک د وژل شویو کسانو د جنازې لپاره سړکونو ته راوتلي وو، چې لږترلږه اته تنه یې د فلسطیني وسله والو ډلو غړي وو.

د وژل شویو جنګیالیو په ملاتړ ډزې هم کېدلې.

د جنین کمپ ډیری اوسیدونکي د فلسطین اداره چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو اصلي حاکمه اداره ده، تورنوي، چې د عملیاتو پر مهال یې د دوی ساتنه نه ده کړې.

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د فلسطیني ادارې دوه تنه غړي د خلکو لخوا رټل شوي او د جنازې مراسمو ته نه دي پرېښودل شوي.

هلته اوسېدونکي شکایت کوي، چې د عملیاتو په پیل کې د فلسطین ادارې امنیتي ځواکونو په اسانۍ د اسراییلو پوځي موټرو ته اجازه ورکړې چې ښار ته ننوځي.

فاتنه هم د دوی پر کړنو نیوکه کوي "دا زموږ کور دی، موږ په وېره کې ژوند کوو، او یوازې موږ یې د ساتنې لپاره پاتې یوو."

خو د جنین ښاروال او د فلسطیني ادارې غړی اکرم راجوب له دې خبرو سره همغږی نه دی.

"د فلسطیني او اسراییلو ترمنځ تړونونه شته. فلسطیني ادارې تړون ته درناوی کړی، امنیتي ادارو د پوځي عملیاتو په بهیر کې له هغه څه سره سم چې د فلسطین مشرتابه غوښتنه کړې وه خپله دنده ترسره کړې."

د فلسطین وسله والې ډلې یوه جنګیالي ویلي، اسراییلي ځواکونو د چاودېدونکو توکو یوې زېرمې په ګډون یو شمېر تاسیسات په بریالیتوب سره ویجاړ کړي دي.

په همدې حال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر لخوا پر دغه ګڼ مېشته ښار او د کډوالو پر کمپ عملیات نیوکه شوې.

اوس مهال د فاتنه په څېر د ډیری اوسیدونکو لپاره، د څښاک اوبه، خواړه او سرپناه ته بېړنی اړتیا لري.

فاتنه وايي "نن شپه به په کوڅه کې ویده کېږو. موږ ان په کور کې د ناستې ځای نه لرو. زموږ او زموږ د ګاونډیانو لپاره هېڅ ځای نشته چې ورشو."