هند او پاکستان کې د توپان له وېرې له ۱۵۰ زرو ډېرو خلکو خپلې مېنې پرېښې دي

د عکس سرچینه، EPA
د هند او پاکستان څه د پاسه ۱۵۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، دوی د هغه توپان په لار کې دي چې اټکل دی نن د دغو هېوادونو سواحلو ته ورسېږي.
د هوا پېژندنې سازمانونو د وړاندوینې له مخې ، د بپر جوای په نوم توپان، چې په بنګالي کې د "ناورین" په مانا دی، ښايي په لار کې کورونه او کرنیز محصولات ویجاړ کړي.
بپر جوای د عرب سمندر له غاړې هند ته د رسېدو په لار کې دی او اټکل دی چې د پنجشنبې په ماښام لومړی ګجرات ایالت ته ورسېږي.
تر اوسه په هند کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس ای ایف پي راپور ورکړی، په قربانیانو کې دوه ماشومان هم شته چې تر کنډوالو لاندې مړه شوي دي.
په پاکستان کې اټکل دی چې توپان به د سند ایالت ساحل ته ورسېږي.
دا مهال د پاکستان د سوېل ختیځ ساحلي سیمو ۸۱۰۰۰ اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي. د پاکستان ځايي چارواکو په ښوونځیو کې ۷۵ مرستندویه کمپونه جوړ کړي.

د پاکستان د طبیعي پېښو اړوند مرکزي وزیرې شیري رحمان ویلي، د دغه هېواد تر ټولو لوی ښار کراچۍ ښار چې له ۲۰ میلیونو ډېر وګړي لري، تر سمدستي ګواښ لاندې نه دی، خو بېړني تدبیرونه پکې نیول شوي دي.
د هوا پېژندنې پوهانو ویلي، دا به "ډیر، ډیر سخت توپان" وي چې د باد سرعت به یې په ساعت کې تر ۱۵۰ کیلومترو رسېږي.
دوی دا خبرداری هم ورکړی چې لوړې څپې کولای شي د ساحل په اوږدو کې ټیټې سیمې ډوبې کړي.
د ګجرات ایالت چارواکو ویلي، تر اوسه د ساحلي سیمو ۶۷ زره اوسېدونکي اېستل شوي دي.
په ګجرات ایالت کې د اورګاډو تګ راتګ ځنډول شوی او د کنډلا او موندرا بندرونه چې د هند له لویو بندرونه دي، هم خپل فعالیتونه درولي.
د ګجرات په سواحلو کې پر کب نیولو بندیز لګول شوی او د پاکستان په ساحلي سیمو کې کب نیونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې سمندر ته دې نه ځي.
په دې سیمې کې وروستی سخت توپان د ۲۰۲۱ کال په می میاشت کې و چې ۱۷۴ کسان یې وژلي وو.









