د پاکستان او هند د سواحلو پر لور د ګړندی روان توپان 'بپر جوی' په اړه څومره پوهېږئ؟

سمندری طوفان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي د 'بپر جوی' په نوم یو سمندري توپان د دغه هېواد د سویل ختیځو ساحلي سیمو پر لور روان دی.

دغه توپان سره په یوه ساعت کې ۱۵۰ کیلومتره چټک بادونه او له ۳۵ تر ۴۰ فټو پورې لوړې څپې ملې دي.

د پاکستان هوا پېژندنې ادارې په وینا اوسني اقلیم ته په کتو دا توپان ښايي راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له کراچۍ څخه ۷۶۰ کیلومتره لرې لا زور واخلي او د یوه ډېر ځواکمن توپان بڼه خپله کړي.

د دغه توپان د حرکت لورې ته په کتو دا شونې ده چې پاکستان کې د سند ایالت سویل ختیځ او هند کې د ګجرات ساحلونو پر لور مخه کړي.

له بلې خوا د طبیعي افتونو سره د مبارزې اداره (NDMA ) وايي، د دې توپان یوازې چکټوالي او پرمختګ ته په کتو سره دا اټکل کېدلی شي، چې دا به تر کوم ځایه ورسېږي او اغېز به یې څه وي.

اړونده ادارو ته د باخبرۍ سپارښتنه شوې ده.

دغه توپان ته د بنګله دېش لخوا د "باپر جوی" نوم ورکړل شوی، چې په بنګالۍ ژبه کې یې معنی تباهي یا طبیعي آفت دی.

د پاکستان په څېر د هند د هوا پېژندنې ادارې هم وړاندوینه کړې، چې ښايي دغه توپان په راتلونکو څو ساعتونو کې په یوه 'ډېر سخت سایکلونیک توپان' بدل شي او د جون تر ۱۵مې پورې د پاکستان ساحلونو او د سوراشترا او کُچ سیمې ته ورسېږي.

Huge waves

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، انځور له ارشیفه

د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي، دا توپان له تېرو شپږو ساعتونو راهیسې په یوه ساعت کې د پنځه کیلومترو په سرعت سره روان دی.

د یاد توپان له کبله به عربي بحیره کې د بادونو چټکتیا له ۱۵۵ تر ۱۶۵ کیلومترو ته راتلونکو څو ورځو کې ورسېږي او له دوام سره یې ښايي یوه ساعت کې ۱۹۰ کیلومترو ته هم د باد چټکتیا لوړه شي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې په وینا، سمندري توپان بپرجوی په تدریجي ډول پیاوړی کېږي او په راتلونکو ورځو کې به د ګجرات ساحل ته نږدې شي.

د سایکلون بپر جوی احتمالي اغېزې

د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي، د توپان له امله تېزو بادونو سره د باران ورېدو شونتیا شته ده.

دوی وايي، د سند ایالت د سویل ختیځو سیمو کراچۍ، تخته، بدین، تهرپارکر او میرپور کې د روانې جون میاشتې د ۱۳مې نیټې له ماښامه به بادونه او بارانونه تېز شي چې کېدای شي ځینو کورنو ته زیان واړوي.

له دې سره دا خبرداری هم ورکړلی شوی چې په سواحلو کې به د اوبو څپې تر دریو مترو لوړې شي.

توپان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انځور له ارشیفه

همدارنګه اړوندو سیمو کې وګړو او کاروباري کسانو ته خبرداری ورکړلی شوی چې د جون له ۱۱ مې څخه سمندر کې له سفر کولو ډډه وکړي، ځکه عربي بحیره کې حالت لا خرابېدلی شي.

د هند د هوا پیژندنې ادارې د ګجرات په ساحلي سیمو کې کب نیوونکو ته مشوره ورکړې، چې د جون تر ۱۵مې پورې کب نیولو پسې ساحلونو ته لاړ نه شي.

هندي چارواکو د ګجرات، مهاراشترا او ګوا په ګډون ډیری ساحلي سیمو ته خبرداری ورکړی، چې سر له شنبې د پوره باخبرۍ په حالت کې باید ووسي.

سایکلون څنګه رامنځ ته کېږي؟

سایکلونونه یا لوی سمندري توپانونه د تودې هوا له کبله رامنځ ته کېږي چې ګرد چاپيره له ځانه تاوېږي او په همدې ډول په مخ روان وي.

دا ډول توپانونه له ځانه سره قوي بادونه او بارانونه راوړي، چې د سمندرونو له ګرمو اوبو رامنځ ته کېږي او په چټکۍ روان وي.

همدا ګرمه هوا چې له سمندرونو پورته کېږي په فضا کې یې چټکتیا کمېږي او په ورېځو بدلېږي چې دې ته بیا د لوړ فشار سیمه وايي.

Waves crash against the harbour wall during storm Eunice on 18 February 2022 in Porthcawl, Wales

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انځور له ارشیفه

څومره زیاته چې دا هوا له سمندرونو پورته فضا ته ځي همدومره د سمندرونو پر مخ هوا کمېږي او دې ته بیا د ټېت فشار سیمه وايي.

همدا چې د سمندرونو پر مخ هوا کمه شي یو خلا منځ ته راځي د همدې خلا ډکولو لپاره نوره سړه هوا همدې ځای ته را دانګي او ګرمېږي.

دې حالت کې د هوا خوځښت یو ګرد یا له ځانه تاوېدونکې بڼه غوره کوي لکه په هواره ځمکه چې په چټکۍ سره خوشې شوی څرخ ګرد چاپېره له ځانه تاوېږي او حرکت کوي په یاد حالت کې هوا خوځښت هم همدا ډول وي او همدې خوځښت سره سمندري توپان رامنځ ته کېږي.

له دې چې ګرد له ځانه څرخي نو ښکاره ده چې یو مرکزي ټکی یا نقطه لري او همدې ټکي ته د توپان سترګه وايي.

د توپان سترګه هغه برخه ده چې د خپل ګرد چاپيره فضا کې د هوا خوځښت په کې کم وي یا د خپلو څنډو پرتله ارامه ځای دی.

له دې چې د توپان سترګې سره تړلي ځای یا فضا کې د هوا فشار کم وي نو توپان هم له همدې ټکي ګرد څرخي.

ولې توپانونه دومره ویجاړونکي دي؟

توپان

د عکس سرچینه، AFP

د سمندرونو په مخ د توپان حرکت د دې لامل کېږي چې چټکتیا یې لا زیاته شي، دا ځکه چې د توپان د پورتنۍ برخې ګرمه هوا لکه د سوند د توکو په ډول خپل مسولیت ادا کوي او له خپلې وسې د توپان حرکت چټکوي.

همدا چې دا ګرمه هوا پورته فضا ته ځي په چټکۍ سره یې یخ هوا ځای نیسي او یو دوران رامنځ ته کوي چې له همدې سره یې په تدریجي ډول حجم هم زیاتېږي.

د هوا دا رواني څرخ چې هر څومره د وچې ځمکې خوا ته نږدې کېږي همدومره یې شدت کمېږي ځکه له ګرمو اوبو لرې کېږي د ګرمې او یخې هوا حالت کرار یو ډول کېږي یعنی د سوند توکي یې کمېږي.

دا توپان د قوي بادونو او بارانو سره د پام وړ زیانونه رسولی شي.

په هرحال دا ډیره ستونزمنه ده، چې په کره ډول وړاندوینه وشي، چې توپان به څومره قوي وي او د ځمکې کومې برخې ته به زیان رسوي.

د دوی د خوځښت د لوري اټکل کېدی شي یعنی کیدای شي دا معلومه شي چې کومې خوا ته روان دی.

د توپان د لوري معلومېدل له دې سره مرسته کوي چې مخکې له مخکې چمتووالی ورته ونیولی شي او دا چمتوالی بیا د زیان اوښتو کچه را کمولی شي.

هغه سیمې چې ساحل ته نږدې دي، د ودانیو په جوړولو کې باید پاملرنه وشي ترڅو توپانونه ورته ډېر زیان وانه ړوي.

د دې سیمو خلکو ته اړونده ادارې وخت نا وخت خبراوی ورکوي.

ځيني هېوادونه وار له مخکې خپلو وګړو ته وايي، چې اړین توکي لکه خواړه، اوبه، او درمل زېرمه کړي.