پاپ فرانسیس پاکستان کې د سېلابونو قربانیانو ته دعا کړې

د عکس سرچینه، AFP
د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د وروستیو سېلابونو له کبله د پاکستان خلکو ته ځانګړې دعا کړې ده.
هغه همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دغه هېواد سره مرستې وکړي.
پاپ فرانسیس دمګړۍ د ایټالیا د لاقوېلا ښار په سفر بوخت دی چې په ۲۰۰۹ کال پکې یوې ځواکمنې زلزلې شاوخوا ۳۰۰ کسان وژلي وو.
نوموړي ویلي دغه اپت ځپلي ښار کې د پاکستاني ولس په فکر کې دی او د وروستیو سېلابونو له کبله هلته اغېزمنو شویو، ټپي شویو او بې کوره شویو خلکو ته دعا کوي.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چي پاکستان کې د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس بزنجو ویلي ورښتونو او سېلابونو دغه ایالت کې له ۲۰۰ میلیارد روپیو ډېر زیان اړولی دی.
هغه زیاته کړې چې وروستیو سېلابونو د ۲۰۱۰ کال د سېلابونو پرتله ۱۰۰ برابره ډېره ویجاړۍ رامنځته کړې.

د عکس سرچینه، Reuters
د یادونې ده چې پاکستان کې طبيعي پېښو ته د چمتووالي ادارې (اېن ډي اېم اې) د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۶۱ ته رسېدلی او نژدې يو ميليون کورونه وېجاړ شوي دي.
يادې ادارې اعلان کړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې تازه سیلابونو ۱۱۹ نور کسان وژلي دي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف بلوچستان ته تللی چې هلته ځپل شوي خلک او سیمې له نژدې وګوري. رپوټونه وايي چې په کوټه کې چې یو له ډېرو ځپل شویو ښارونه دی، انټرنیټي خدمتونه پکې بیرته فعال شوي دي.
د پاکستان حکومت له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې.
په پښتونخوا کې بیا ځايي چارواکي وايي، هلته نن (يکشنبه) د تازه سیلابونه ګواښ ډېر لوړ دی.

د عکس سرچینه، PM office
سوات او نوښار ته د بي بي سي پښتو ورغلی خبریال وايي، چې سیلابونو خورا ډېر وېجاړۍ رامنځ ته کړي او ګڼ شمېر کورونو کې اوبه ولاړې دي.
د سوات یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل "اوبه لا هم په ډېرېدو دي، له پوځ نه غواړي چې که څوک په کورونو کې اېسار وي، د الوتکو له لارې دې خوندي ځایونو ته یوسي"
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ اداره بیا وايي، ښايي حالت لا نور"بدتر" شي. د دغې ادارې په وینا، پاکستان د نړیوالو مرستې په ورسېدو دي.










