افغانستان او خیبر پښتونخوا کې سېلابونو درانه زيانونه اړولي دي

د عکس سرچینه، EPA
له افغانستان او خيبر پښتونخوا وروستي راپورونه ښيي چې دلته په یو شمېر سيمو کې سېلابونو ځاني او ګڼ مالي زيانونه يې اړولي دي.
د خیبر پښتونخوا په سوات، چار سده او نوښار کې د سختو سېلابونو له کبله بېړنی حالت اعلان شوی دی او ځايي خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې د سېلابونو له خطر سره مخ سیمې پرېږدي.
په دغه ايالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د خیرپښتونخوا ایالتي حکومت ویلي چې دا حالت به د اګست تر ۳۰ دوام کوي او همدا راز یې سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو امر کړی دی.
چارواکو د "دریای کابل" پر غاړه له پرتو خلکو غوښتي چې له سیمې ووځي او ویلي یې دي چې هغوی به خوندي سیمو ته ولېږدوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سيمه ییزو رسنیو د رپوتونو پر بنسټ سېلابونو په مینګوره کې ځينې هوټلونه او رسټورانټونه هم له ځانه سره وړي. اوس هلته له دې سیمې سره نښلېدونکې لارې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې دي.
همدا راز خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې په سوات سیند کې د اوبو کچه په لوېدو ده نو ځکه له هغوی هم غوښتل شوي چې له دې سیمې لرې شي.
د سوات په سیند کې بهېدونکې ودانۍ:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
سېلابونو د سیمې د ځمکنیو لارو تر څنګ هوايي کرښې هم اغېزمنې کړې دي.
د پاکستان هوايي شرکت پي.ای.اې د کوټې هوايي ډګر او ورڅېرمه سیمو کې د موسم د خرابوالي له کبله خپل فعالیت ځنډولی دی.
نن همدا راز کراچۍ، لاهور او اسلام اباد ته هم له کوټې ورتلونکې الوتنې ځنډول شوې دي.
د پي.ای.اې ادارې ویلي چې د موسم په اړه له ډاډ تر لاسه کولو وروسته به خپلې الوتنې بېرته پیل کړي.
د یادولو ده چې پاکستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې 'این ډي ایم ' مسوولینو پرون (پنجشنبه) ویلي، د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د سختو سېلابونو له کبله ۳۴ کسان مړه شوي دي.
چارواکي وايي، په دې کې ۱۷ ماشومان، ۱۰ نارینه او ۷ ښځې شاملې دي.
د مړینې له دې تازه پېښو وروسته پاکستان کې د پشکال وروستیو ورښتونو او سختو سېلابونو له کبله هلته د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۹۳۷ تنو ته رسېدلی او ۱۳۴۳ کسان ټپیان دي.
طالبان: لغمان او ننګرهار کې مو شاوخوا ۳۲۱ تنه ژغورلي

د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې طالب چارواکي وايي د دغه هېواد په لغمان، کونړ، ننګرهار، کاپيسا، وردګو او پنجشېر ولايتونو کې سېلابونه راوتلي دي.
د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستيال مولوي شرف الدين مسلم بي بي سي ته ویلي، دغو سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. د نوموړي په وينا لغمان کې يوه مېرمن وژل شوې او درې تنه ټپيان شوي.
په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې تازه سېلابونو ګڼې کورنۍ اغېزمنې کړې دي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي چې د افغانستان په ختيځ کې یې له تېرې شپې راهیسې سلګونه کسان له سېلابونو ژغورلي دي
د دغه وزارت د خالد بن ولید قول اردو ویلي چې د لغمان او ننګرهار له بېلا بېلو سیمو یې شاوخوا ۳۲۱ هغه کسان په چورلکو کې رایستلي او خوندي سیمو ته لېږدولي دي چې د سختو سېلابونو له کبله هلته ایسار پاتې وو.
په یوه ویډيو کې، چې د افغانستان ملي راډيو تلویزون هم خپره کړې، ښکاري چې چورلکې د سېلابونو له منځه خلک تر چورلکو رسوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
بلخوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي د لوګر، کندهار او میدان وردګ په ګډون یې په ځينو سیمو کې سېلاب ځپلو ته یو شمېر خوراکي او غیرخوراکي مرستې رسولې دي.
د یادولو ده چې له څو اوونیو راهیسې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې سخت سېلابونه راغلي چې له ځاني او مالي زیان سره مله دي.
لوګر تر ټولو ډېر ځپل شوی او یوازې وروستیو سېلابونو دغه ولایت کې لږ تر لږه شل کسه وژلي او دېرش نور یې ټپیان کړي دي.










