پاکستان کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳۷ ته ورسېد

سیلاب

د عکس سرچینه، SHAHID SAEED MIRZA

پاکستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې 'این ډي ایم ' مسوولینو د پنجشنبې پر ورځ ویلي، د دې هېواد په بېلا، بېلو سیمو کې د ګڼ باران او سېلابونو له کبله ۳۴ نور کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي، په دې کې ۱۷ ماشومان، ۱۰ نارینه او ۷ ښځې شاملې دي. د مړینې له دې تازه پېښو وروسته پاکستان کې د پشکال وروستیو ورښتونو او سختو سېلابونو له کبله د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۹۳۷ تنو ته رسېدلی او ۱۳۴۳ کسان ټپیان دي.

د این ډي ایم مسوولینو په وینه د چار او پنجشنبې تر منځ شپه کې تر ټولو ډېر ۱۶ کسان په خیبر پښتونخوا، ۱۳ په سند، بلوچستان کې څلور او پنجاب کې یو کس وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په پاکستان کې د دې سېلابونو له کبله ټولټال څلور اعشاریه دوه میلیونه کسان په یو نه یو ډول اغېزمن شوي او ۲۱۵ زره کسان موقتونو پناه ځایونو ته لېږدول شوي دي.

بل لور نړیوالو مرستندویه او مالي ادارو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو سملاسي مرستو اعلان کړی.

د رپوټونو له مخې دا اعلان پر پنجشنبه په هغه غونډه کې شوی، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د نړیوال بانک، اسیايي پرمختیايي بانک، چین، امریکا او اروپايي ټولنې هېوادونو د استازو په ګډون وشوه.

سیلاب

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د ملګرو ملتونو بېلا بېلو ادارو استازو هم ګډون کړی و. د پاکستان لومړي وزیر له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، لومړي وزیر د غونډې ګډونوالو ته د سېلابونو له کبله د اوښتي زیان معلومات ورکړل.

په اعلامیه کې راغلي، نړیوال بانک په دې غونډه کې له پاکستاني سېلاب ځپلو سره د ۳۵۰ میلیونه ډالرو، د خوړو نړیوال پروګرام ۱۱۰ میلیونه ډالرو، اسیايي پرمختیايي بانک د ۲۰ میلیونو ډالرو او د بېړنۍ مرستو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د درې میلوینو ډالرو سملاسي مرستو اعلان وکړ.

د بریتانوي مرستندویه ادارې یو کې ايډ له لوري هم د سېلاب ځپلو بیا ودانولو لپاره د ۳۰ میلونه اتیا لکه پاونډو مرستې اعلان شوی دی.