افغانستان کې سېلابونه: پراخه ويجاړی يې رامنځته کړی

د ویډیو تشریح، افغانستان کې سېلابونه: پراخه ويجاړی يې رامنځته کړی

د افغانستان په لوګر، لغمان، ننګرهار، نورستان، وردګو او ځېنو نورو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو یو وار بیا د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

لوګر تر ټولو ډېر ځپل شوی او یوازې وروستیو سېلابونو دغه ولایت کې لږ تر لږه شل کسه وژلي او دېرش نور یې ټپیان کړي دي.

د ختیځ نورستان ولایت له کامدېش ولسوالۍ هم د درانه زیان رپوټونه راغلي. سېلابونو سلګونه کورونه نړولي او ځینو سیمو کې کورنۍ د سرپنا له ستونزې سره مخ دي.