د پاکستان او هند ساحلي سیمو کې د سخت توپان وېره؛ لسګونه زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان او هند د هوا پېژندنې ادارو د اعلان له مخې د 'بپر جوای' په نامه سخت توپان په چټکۍ د دواړو هېوادونو ساحلي سیمو روان دی.
دواړو هېوادونو اټکل کړی چې سبا د جون ۱۵مه به دا سمندري توپان د پاکستان د سند او د هند ګجرات ساحلي سیمو ته ورسېږي.
که څه هم وار له مخه د دې توپان څپې او نښې د هند د ګجرات دوارکا ګمټي ګاټ سیمه کې لیدل شوي او د عیني شاهدانو په وینا د سمندر څپې په پرلپسې ډول لوړېږي.
دې ته په کتو، پاکستان او هند ویلي د خلکو د سر زیان مخنیوي په موخه یې د امکان تر کچې کوټلي ګامونه اخیستي.
پاکستان اعلان کړی چې ۶۴ زره کسان یې د توپان له زیانمنیدونکو سیمو خوندي ځایونو ته لېږدولي، هند هم د نږدې ۵۰ زره کسانو د لېږدولو عملیات بشپړ کړي دي.

د عکس سرچینه، Behram baloch
د پاکستان د طبیعي پېښو اړوند مرکزي وزیرې شري رحمان په وینا د بپر جوای سمندري توپان به سبا پنجشنبه د سند ختیځو سیمو ته ورسېږي چې د نوموړې په وینا وار له مخه ورڅخه خلک خوندي ځایونو ته ویستل شوې دي.
اغلي شیري رحمان په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، له دې سیمو لېږدول شوې شاوخوا ۶۵ زره کسان یې په ۳۶ کمپونو کې ځای پر ځای کړي.
د نوموړي په وینا کراچۍ ته څه ګواښ نه دی ورپېښ خو په باور یې د دې توپان له کبله ځینې الوتنې ځنډیدای شي.
پاکستان له خلکو او کب نیونکو غوښتي چې تر څو راتلونکو ورځو سمندر ته له تللو په کلکه ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل خوا، هندي چارواکو ویلي له دې کبله تر اوسه د ۶۹ رېل ګاډو پلان شوې سفرونه لغوه شوې او په وینا یې ګجرات کې یې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
وروستۍ راپور دا دی چې په عرب سمندرګي کې د بپر جوای په نوم سمندري توپان په څپو کې څه کموالی راغلی خو لا هم په تدریجي بڼه دا توپان د پاکستان او هند ساحلي سیمو په لور روان دی.
دا توپان اوس له ساحلي سیمو په ۳۰۰ کیلومتره واټن ښودل کېږي.











