تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې د یوه جومات ګومبزې نړولو پر سر د پولیسو او لاریونیانو اخ او ډب
د چین په یون نان ولایت کې چې ډیری اوسیدونکي یې مسلمانان دي، د یوه جومات ګومبزې نړولو مخنیوي لپاره لاریونیان له پولیسو سره په نښته اوښتي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د شنبې په ورځ د ناګو په ښارګوټي کې د دیارلسمې پېړۍ جومات ناجیائینګ مخې ته ګټه ګوڼه جوړه شوې ده.
همدې ځای کې عام خلک له پولیسو سره په نښته اوښتي دي خو د ګڼې ګوڼې شاوخوا په سلګونه امنیتي کسان هم ځای پر ځای شوي دي.
په دا ورستیو کلونو کې هلته یوه نوې ګومبزه جوړه شوې وه.
۲۰۲۰ کال کې محکمې دا د نوې ګومبزې جوړېدل ناقانونه وبلل او د لېرې کولو حکم یې وکړ خو د حکم د پلي کولو چارو لاریونونه وپارول.
ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې د تېرو ورځو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې پولیسو د جومات دروازه تړلې او یوه ډله نارینه په پولیسو ډبرې واروي او هڅه کوي دننه لاړ شي.
له دې وروسته پولیس څنګ ته کېږي او خلک جومات ته دننه کېږي، خو پولیسو خبرداری ورکړی، چې د راروانې جون میاشتې تر ۶مه باید له جوماته را بهر شي او پولیسو ته ځان تسلیم کړي.
همدارنګه پولیسو ژمنه کړې چې تسلیمېدونکو کسانو ته به کمه سزا ورکول کېږي.
په چین کې لاریونونه ډېر کم کېږي خو د کورونا وبا له بندیزونو راهیسې یو څه زیات شوي دي.
په يون نان ولايت کې څه د پاسه اووه لکه د هوي قوم مسلمانان ژوند کوي، په داسې حال کې چې د چين په بېلا بېلو سيمو کې د هوي مسلمانانو شمېر لس میلیونو ته رسېږي.
يون نان د چين په سویل کې یو له هغو ولایتونو دی چې د هر توکم وګړي په کې ژوند کوي خو مسلمانان په کې زیات دي.
د چین کمونیست حکومت رسمي دین نه لري خو وايي، د ټولو دینونو ازادۍ ته ژمن دي.
د دې ژمنتیا خلاف ځینې وايي، په وروستيو کلونو کې د بېلا بېلو دینونو او مذهبونو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او بېجينګ هڅه کوي دا هر څه تر کنترول لاندې راولي.
د دې خبرې ښه بېلګه د ناجیائینګ جومات دی
چین د ایغور مسلمانانو پر وړاندې د بشري حقونو په سرغړونو تورن دی، خو بیجینګ دغه تورونه ردوي.