د عکسونو البوم: د چین ستر ديوال رغول

د چین په یوه خورا لرې سیمه کې د چین ستر دېوال رغولو چارې روانې دی.

خو په هغه سیمه کې چې په ښکلو او لاس ناخوړلو منظرو مشهوره ده، کار ډېر ورو روان دی.

یواځې په پښو له کږو وږو لوړو غرونو او غونډیو تېرېدل ممکن دي.

بار ګاډو(باري موټرو کې) د وسایلو لېږدولو امکان نشته، ځکه ځايي خلک په کچرو سره کاڼي او نور توکي لېږدوي.

کارګر هڅه کوي د دېوال رغولو لپاره د هغه اصلي کاڼي وکاروي.

کله چې دا کاڼي پیدا نه کړي، اصلي کاڼو ته ورته ډبرې کاروي.

د دېوال تاریخي میراث ته د ځايي چارواکو د نه پاملرنې او پر دوی د نیوکې له امله د چین حکومت د دې تاریخي میراث د خوندیتوب لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

د دېوال د دې برخې د رغولو مسوول چنګ یونګمایو وایي، د دېوال لومړني شکل، اصلي موادو کارولو او د لرغون پېر د کار ډول ته په پام دېوال رغول کېږي.