روسیې په "تېروتنه" کې خپل ښار بمبار کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد یوې جنګي الوتکې یې په تېروتنه سره د اوکرایین پولې ته څېرمه د بلګورود ښار اړوند سیمه کې بمباري کړې ده.
د یاد وزارت پر بنسټ دا غورځول شوی بم سوخو۳۴ (Su-34) الوتکې په تصادفي ډول غورځولی دی.
ملي دفاع وزارت وايي، دا پېښه تېره شپه پر ځايي وخت ۲۲:۱۵ رامنځته شوې ده.
تر دې دمه د یادې بمبارۍ په اړه زیات توضیحات نه دي ورکړل شوي.
له سوخو۳۴ الوتکې غورځول شوی بم د ښار له مرکز او د استوګنې له ودانیو سره نژدې د دو سرکونو د یو ځای کېدو په ځای کې لګېدلی دی.
د دې سیمې والي ویاچسلاف ګلادکوف وايي، چې د یاد بم غورځېدو او چاودنې یې د ښار په منځ کې ۲۰ متره سیمه په بل مخ اړولې او کنده یې جوړه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د والي په وينا، په دې چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي او ګڼو ودانيو ته زيان اوښتى دى.
په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې ښیي، چې اپارتمانونه د چاودنې له امله زیانمن شوي دي.
بلګورود ښار چې ۳۷۰ زره نفوس لري، د اوکرایین له پولې شاوخوا ۴۰ کیلومتره (۲۵ میله) واټن لري.
دا ښار د اوکرایین د خارکیف ښار په شمال کې پروت دی.
د اوکرایین پولې ته د نږدیوالي له امله د دغه ښار خلک د روسیې له یرغل راهیسې د مرمیو تر ویرې لاندې ژوند کوي.
روسي جیټ الوتکې چې د اوکرایین پر لور ځي په منظم ډول د یاد ښار له پاسه تېرېږي.








