اکسیوس ویب پاڼه: که ایران له ۶۰ سلنې ډېر یورانیم بډایه کړي، ښايي اسرائيل پرې برید وکړي

پرچم

د عکس سرچینه، Getty Images

د اکسیوس خبري ویب پاڼې پربنسټ اسرائیلو خبرداری ورکړی، چې له ۶۰ سلنې زیات د یورانیمو بډایه کولو ګام به ښايي پر ایران د اسرائیلو د پوځي برید لامل شي.

یادې امریکايي ویب پاڼې د "یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي" له خولې لیکلي، هېواد يې امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی که ایران له ۶۰ سلنې څخه پورته یورانیم غني کړي نو "د ګواښوونکو واکمنیو په ډله کې راځي چې ښايي اسرائیل پرې پوځي برید وکړي."

د اکسیوس پر بنسټ اسرائیلي چارواکو ویلي، چې دوی د ایران د اټومي پروګرام په برخه کې د پرمختګ په اړه اندیښمن دي.

دوی وايي، وروستیو میاشتو کې یې په ښکاره توګه د ایران د اټومي تاسیساتو پر وړاندې د نظامي ګامونو د پورته کولو ګواښ د خبرداري په حیث وړاندې کړی دی.

د فبرورۍ په وروستیو کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې راپور ورکړی و، چې ایران ۶۰ سلنه غني شوي ۸۷.۵ کیلوګرامه یورانیم ذخیره کړي دي.

کارپوهانو وايي، که دغه اندازه یورانیم تر ۹۰ سلنې بډایه شي لږ تر لږه د یوه هسته ای بم جوړولو لپاره بس دي.

تېره میاشت د امریکا یوه جګپوړي دفاعي چارواکي د امریکا کانګرس ته وویل، ایران یوازې ۱۲ ورځو ته اړتیا لري چې یورانیم بډایه کړي او اتومي بم جوړ کړي.

ل

د عکس سرچینه، Getty Images

خو امریکا ټینګار کوي، چې په ګومان یې ایران دمګړۍ د اتومي وسلو جوړولو پروګرام بیا پیلولو ته لیواله نه دی.

د اکسیوس ویب پانې د اسرائیلي چارواکي له خولې لیکلي، اوس مهال اسرائیل د ایران د اټومي پروګرام لپاره په عامه توګه د "سرې کرښې" د کاګلو په لټه کې نه دی او نه غواړي چې په رسمي توګه ۹۰سلنه بډایه کول د "سرې کرښې" په توګه اعلان کړي.

د یاد کس په وینا، د یوې ځانګړې سرې کرښې ټاکل به ایران ته دا احساس ورکړي چې کولی شي تر ټاکلې کرښې لاندې یورانیم بډایه کړي او نور یورانیم زېرمه کړي.

اسرائیلي چارواکی وايي، له همدې امله اسرائیل امريكا او اروپايي هېوادونو ته وايي، له ۶۰ سلنې زیاته بډاینه یو بل لامل دی چې په ایران د اسرائیلو د پوځي برید سبب کیدای شي.

د اکسیوس رپوټ له مخې اسرائیلي چارواکي په دې باور دي چې د یورانیمو بډایه کولو په اړه د بنیامین نتانیاهو د خبرداري پیغام ایراني چارواکو ته رسول شوی دی.

دوی زیاتوي، د ایران حکومت د اسرائیلو په دریځ او سره کرښه ښه پوهېدلي دي.

اسرائیلي چارواکو ویلي، حکومت یې په ایران د احتمالي پوځي برید لپاره خپل چمتوالي ته دوام ورکوي.

بق

د عکس سرچینه، Getty Images

راپور زیاتوي، اسرائیلو ته د امریکا د دفاع وزیر وروستي سفر په ترڅ کې د اسراییلو لومړي وزیر او دفاع وزیر ورنه غوښتي و، د هغو څلور الوتکو د سپارلو چارې چټکې کړي چې نورو الوتکو ته د سوند توکي رسوي ځکه اسرائیل پر ایران د احتمالي برید پرمهال ورته اړتیا لري.

یادې الوتکې اسرائیلو تیر کال له متحده ایالاتو پیرلې وې.

اسرائیل غواړي چې دا الوتکې د ۲۰۲۴ کال تر پایه تر لاسه کړي.

د امریکا د دفاع وزیر ورته ویلي، چې د امریکا متحده ایالات به هڅه وکړي چې الوتکې ژر تر ژره وسپاري.

د امریکا د دفاع وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.