د اسرائیلو لوی درستيز: د ايران پر اتومي مرکزونو بريد ته مو چمتوالی چټک کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیل د پوځ لوی درستیز افیف کوخافي په پارلمان کې د بهرنیو اړیکو او دفاعي چارو کمیټو ته وینا کې ويلي چې د ایران له خوا د احتمالي پېښېدونکي اټومي ګواښ پر وړاندې، پوځ د ایران پر اټومي مرکزونو د عملیاتو لپاره، د پلان جوړولو هڅې چټکې کړې.
نوموړی وايي اوس دې ته چمتوالی نیسي چې د ایران پر وړاندې څه ډول چلن وکړي.
ټایمز اف اسرائیل ورځپانې د کوخافي له قوله ویلي هغه بودجه چې د پوځ واک کې وړکړل شوې، پوځ د ایران له خوا د بېلابېلو ګواښونو د مخنیوي جوګه کوي.
اسرائيلي رسني وايي د لوی درستیز دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تمه ده د اسرائیل هوايي ځواک د ایران پر اټومي مرکزونو د احتمالي برید لپاره تمرینات بیا له سره پیل کړي دي.
لوی درستیز افیف کوخافي په تېره جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و چې پوځ ته یې امر کړی چې د ایران پر اټومي مرکزونو د برید لپاره پلانونه جوړ کړي.
اسرائيل وايي د ایران اټومي پروګرام د دوی لپاره لوی امنیتي ګواښ دی، دې مسلې ته جدي پام کوي او تېره میاشت یې اعلان وکړ چې د ایران پر اټومي پروګرام برید لپاره یې یو نیم ملیارد ډالره بېل کړي دي.
کوخافي د بهرنیو اړیکو او دفاعي چارو کومیټې پرونۍ غونډه کې له نورو خواو اسرائیل ته د پېښو ګواښونو په اړه هم څرګندونې کړي دي.
ده ویلي تېر کال د منځني ختیځ لر او بر کې د ده په وینا د دښمنانو پر وړاندې فعالیتونه شوي خو په دې اړه یې تفصیل ورنکړ.
هغه ګواښ وکړ که د اسرائیل حاکمیت وګواښل شي نو په پوره ځواک به ځواب ورکوي هغه که د غزې تړانګې له خوا وي او یا د شمال له خوا.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ویل کېږي روانې نومبر میاشتې وروستیو کې به د ایران د اټومي پروګرام پر سر بیا خبرې پيل شي. دا خبرې د بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې او جرمني په ګډون ترسره کېږي.
ایران او اسرائیل په مخامخ جګړه کې نه دې ښکېل شوي خو په ایران کې د څو استخباراتي عملیاتو مسؤول اسرائیل بلل شوی.
له دې ډلې یو کال وړاندې په یوه پېچلي برید کې د ایران د اټومي پروګرام مشر محسن فخري زاده وژنه د یادولو ده.
ایران په سوریه کې چې له اسرائیل سره ګډه پوله لري د افغانانو په ګډون وسله والې ملیشې ځای پر ځای کړي او د اسرائیل په بل ګاونډي هېواد لبنان کې په سیاسي او پوځي لحاظ د پیاوړې ډلې حزب الل ملاتړ کوي.
په تېرو کلونو اسرائيلي هوايي ځواکونو په سوریه کې دا ایرانۍ پلوه ملېشو مرکزونه بمبار کړي او له حزب الله سره هم په جګړه کې ښکېل شوي دي.








