بحرین له اسرائیل سره "د سولې هوکړه" وکړه

Israel's Prime Minister Benjamin Netanyahu and Bahrain's Crown Prince Salman bin Hamad al-Khalifa

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په تېره یوه میاشت کې بحرین دویم عربي هېواد دی چې اسرائیل سره د سولې تړون کوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې بحرین د اسرائیل سره د سولې تاریخي هوکړه کړې ده. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا له یوې میاشتې په کمه موده کې دویم عربي هېواد دی چې اسرئیل سره د سولې تړون کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړ ډپلوماتیکو اړیکو د رامنځته کولو چاره د دغه هېواد د پاچا حمد بن عیسی بن سلمان آل خلیفه، د اسرائيل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ ټلفوني خبرو کې وشوه.

د بحرین دولت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ګام "په منځني ختیځ کې د سولې ټینګولو برخه کې یو تاریخي ګام دی. ځکه د دوه فعالو ټولنو او پرمختللي اقتصاد لرونکو ترمنځ مخامخ اړیکي به په منځني ختیځ کې مثبت بدلون رامنځته کړي او په سیمه کې به ثبات، امنیت او پرمختګ ته لاره هواره کړي".

امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ګام "تاریخي" او د "سولې هوکړه" وبلله چې هدف یې په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا له منځه وړل دي.

پر ټویټر له دې بیان وروسته ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې منځنی ختیځ بدلیدونکی دی او د سولې هوکړې تر سره کېدل یوه تاریخي لاسته راوړنه ده. هغه وویل سیمه کې ګډووډي وه او اوس د ده په وینا د خپلو شریکانو ترمنځ باور بیا رامنځته کوي.

د امریکا ولسمشر وویل نور ډېر عربي هېوادونه د سولې هڅو کې ګډون ته لیوالتیا لري او په پایله کې به فلسطینیان د داسې څه شاهد وي چې د دوی لپاره ښه وي.

د بحرین او اسرائیل ترمنځ اړیکو ته غبرګونونه:

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا له اسرائیل سره د یو عربي هېواد د سولې د هوکړې اعلان وکړ

فلسطینۍ ډلې حماس چې غزه یې په واک ده دا هوکړه رد کړې او هغه یې د عربي ټولنې د کمزوري دریځ پایله بللې ده. حماس په یوه بیان کې د دې هوکړې د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا د سیمې او عربي نړۍ لپاره "واقعي ګواښ" دی چې د فلسطین قضیې ته به "زیان ورسوي".

حماس د متحده عربي اماراتو او بحرین دا ګام سیاسي جرم بللی چې په وینا یې د عربي هېوادونو یووالي ګواښي.

د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي ویلي د بحرین او اسرائیل ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو رامنځته کېدل مهم ګام دی.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي له بحرین سره یې د هېواد اړیکو پيلول د سولې د یوه نوي څپرکي پيلامه ده.

نتنیاهو په یوه تلویزیوني وینا کې وویل "ډېر خوشاله یم چې له یوه بل عربي هېواد سره د سولې هوکړې ته د رسېدو اعلان کوم". د اسرائیل لومړي وزیر وویل د سولې دا هوکړه به په اسرائیل کې د لویو پانګونو لپاره پيلامه وي او دا دده په وینا ډېر مهم دی. متحده عربي اماراتو هم د بحرین او اسرائیل ترمنځ د بشپړو ډپلوماتیکو اړیکو رامنځته کولو هر کلی کړی. له مصر، اردن، او متحده عربي امارات وروسته بحرین څلورم عربي هېواد شو چې له اسرائیل سره بشپړې ډپلوماتیکې اړیکي پيلوي.