وال سټریټ ژورنال: امریکا، اسرائیل او عرب هېوادونو ایران پر وړاندې همغږۍ لپاره پټه ناسته کړې

د عکس سرچینه، EPA
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې امریکا او منځني ختیځ کې د یو شمېر چارواکو په حواله لیکلي چې د امریکا، اسرائیل او عربي هېوادونو جګپوړو پوځیانو یوه پټه ناسته کې د ایران د راکټي وړتیا او مخ پر ودې بې پیلوټه الوتکو له اړخه پېښ ګواښ څېړلی او د هغو پر وړاندې یې د مقابلې لارې چارې همغږه کړې دي.
دې ورځپاڼې لیکلي چې دا ناسته تېره مارچ میاشت د مصر شرم الشیخ کې شوې او ګواکې دا تاریخ کې لومړی ځل دی چې د عرب هېوادونو او اسرائیلو د دې کچې افسران د امریکا تر څار لاندې د ګډ ګواښ پر وړاندې د ګډې مقابلې پر څرنګوالي غږېږي.
ویل شوي چې اسرائیلو سره دې ناسته کې د سعودي عربستان، مصر، قطر او اردن جګپوړو پوځي مشرانو برخه اخیستې.
همدا راز متحدو عربي اماراتو او بحرین هم دې ناستې ته پوځي استازي وراستولي او د امریکا لخوا پکې د دغه هېواد د پوځ د مرکزي قوماندانۍ د هغه مهال مشر جنرال فرانک مککېنزې ګډون کړی دی.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې څو لسیزې وړاندې د دغو هېوادونو ترمنځ دا ډول پوځي همکارۍ ناممکنې برېښېدې، ځکه عرب هېوادونو اسرائیل دښمن ګاڼه.
د ایران په تړاو ګډو اندېښنو، د اسرائیل او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړېدو او همدا راز د امریکا لخوا دوی ټولو سره همکارۍ اوس دا کار ممکن کړی دی.
دغه هېوادونه ایران منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ اصلي لامل ګڼي.
اردن د ناټو په څېر پوځي اېتلاف د جوړېدو ملاتړ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره هممهاله د اردن پاچا دویم ملک عبدالله سي اېن بي سي تلویزیون سره تازه مرکه کې ویلي چې منځني ختیځ کې د ناټو په څېر د یوه پوځي اېتلاف د رامنځته کېدو ملاتړ کوي.
سي اېن بي سي دمګړۍ د اردن پاچا سره د دې مرکې لنډه بڼه خپره کړې او ټاکلې بشپړه راتلونکې اوونۍ خپره شي.
هغه دغه امریکایي تلویزیون ته ویلي د هم نظره هېوادنو ترمنځ د داسې اېتلاف رامنځته کېدل کار غواړي او که وړاندیز یې وشي، نو دی به له لومړنیو کسانو وي چې ملاتړ یې کوي.
ناټو چې پر اروپايي هېوادونو سربېره امریکا او کاناډا هم پکې شامل دي، پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید ګڼي او ژمنه یې دا ده چې په ګډه به دفاع کوي.
اسرائیلو لخوا د ایران ضد پوځي اېتلاف د جوړېدو غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
نږدې دوه اوونۍ وړاندې د اسرائیل دفاع وزیر بني ګانتز غوښتنه وکړه چې د منځني ختیځ د عرب هېوادونو او اسرائیلو پوځي وړتېا دې د امریکا په همکارۍ پیاوړې شي.
هغه وویل دغه هېوادونه د ایران له اړخه له ګډ خطر سره مخ دي او په دې تړاو مشترکې اندېښنې لري.
ښاغلي ګانتز ویلي و چې د ایران د جګړې غوښتلو پر وړاندې یوازې همکارۍ بسنه نه کوي، بلکې د ده په وینا "د امریکا په مشرۍ یوه سیمه ییز ځواک ته اړتیا ده، چې د ټولو خواو (پوځي) ځواک پیاوړی کړی."
دا پرمختګونه داسې مهال دي چې ټاکلې د امریکا ولسمشر جو بایډن راتلونکو اوونیو کې اسرائیل او سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د سعودي دولتي تلویزیون ویلي چې د امریکا ولسمشر به د دغه سفر پر مهال د مصر، اردن او عراق له مشرانو سره هم یوه ناسته کې ګډون وکړي.
د منځني ختیځ هېوادونو چارو کې مداخلې او له ایرانه پېښ ګواښونه به د دغو لیدنو پر مهال د بحث یو عمده ټکی وي.








