د چین ولسمشر پوتین سره کتلي؛ روسیه د څه تمه لري؟

د چین ولسمشر شي جېپېنګ روسیې ته د خپل درې ورځني رسمي سفر په لړ کې مسکو ته ورسېد او ولسمشر پوتین سره یې کتلي دي.

د روسیې د خبرې اژانس تاس خبر ورکړی چې د ښاغلي شي الوتکه په ځايي وخت نن "مارچ ۲۰ " په ځايي د ماسپښین په یوه بجه د ونوکووا هوايي ډګر کې کوزه شوه.

له کله چې ښاغلي شي لس ورځې وړاندې د دریم ځل لپاره د چین ولسمشر ټاکل شوی، دا بهر ته د هغه لومړی سفر دی.

ښاغلي شي مسکو ته له رسېدو وروسته په لنډو څرګندونو کې روسیه د چین لپاره "د باور وړ ملګری" هېواد وباله.

فرانس پریس خبري اژانس دهغه له قوله لیکلي چې "ډاډه دی چې دا سفر به ګټور وي او د چین او روسیې ترمنځ اړیکو به پراختیا او تلپاتې والي لا چټک کړي".

ټاکل شوې د چین ولسمشر به سې شنبې سهار د روسیې له لومړي وزیر میخایل میشوستین سره وګوري.

په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل دوام لري او جګړه په شدت روانه ده ،مسکو ته د چین د ولسمشر سفر خورا مهم بلل کیږي.

چین وايي د اوکرایین په جګړه کې د کوم لوري پلوي نه کوي او هڅه کوي د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو د اسانچاري رول ولوبوي.

د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا برخه کې هم دا سفر مهم بلل کیږي. تمه ده چې دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې څو مهم تړونونه لاسلیک کړي.

پوتین له یوه ملګري د مرستې په لټه کې

د بي بي سي د روسيې د چارو خبریال سټیو روزنبرګ مسکو ته د چین ولسمشر د سفر په اړه لیکي، په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل هغسې چې تمه یې کېږي پرمخ نه ځي، پر روسیې بندیزونه هم لګېدلي او نړیوالې جنايي محکمې د ولادیمیر پوتین د نیولو امر کړې، نو د روسیې ولسمشر یوه ملګري ته اړتیا لري او هغه ملګری د چین ولسمشر شي جېنپینګ دی.

د چین ولسمشر شي جینپېنګ پخوانیو څرګندونو کې خپل روسی سیالی "ښه ملګری" بللی و.

دواړه ولسمشران یو له بل سره په ځینو برخو کې ورته والی لري، لکه دا چې دواړه ټول واک لاس کې لري او دواړه د امریکا له اغېز پرته د "څو قطبي نړۍ" په اړه ورته نظر لري.

تمه ده د دې سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د "ملګرتیا د لا پراخولو" تړون لاسلیک شي.

چین د اوکرایین جګړه کې د روسیې ملاتړ کوي؟

په داسې حال کې چې کرملین د نړیوالو له خوا تر فشار لاندې دی ، مسکو ته د چین د ولسمشر سفر د روسیې او د ښاغلي پوتین ښکاره ملاتړ بلل کېږي. له بلې خوا له چین سره د روسیې اړیکي تر هغې کچې پیاوړې دي چې په اوس وخت کې یې د مقاومت جوګه کولی شي.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکی خبریال دیمتري موراتوف په دې نظر دی چې "پوتین خپله ډله جوړول غواړي ، پر لویدیځې نړۍ باور نه لري او هېڅکله به پرې باور ونکړي."

نوموړی وايي "پوتین د ملګرو په لټه کې دی او هڅه کوي روسیه د چین ، هند او د لاتیني امریکا او افریقا له ځینو هېوادونو د جوړ پیاوړي ائتلاف یوه برخه وګرځوي، پوتین د لویدیځ جبهې رامنځته کول غواړي."

په دې "لویدیځ ضد" ټلواله کې روسیه پر اوکرایین د جګړې پیلېدو وروسته تر بل هر وخت ډېر پر چین تکیه ده.

خو د نړیوالې سولې بنسټ کارنیګي کې څېړونکی الکسندر ګابویف په دې نظر دی چې "جګړه د روسیې د کورني، بهرني او اقتصادي سیاستونو اصلي محور دی، د اوکرایین د ویجاړولو ليواتیا شته."

نوموړی وايي: "د دې هدف تر لاسه کولو لپاره روسیه پیسو ، وسلې او د اقتصاد ژوندي ساتلو لپاره سرچینو ته اړتیا لري. چین لږ تر لږه روسیې ته وسله او ملکي ټکنالوژۍ ورکولی شي چې د پوځي موخو لپاره یې کارولی شي. حتما مالي مرسته هم ورسره کوي."

د لویدیځو هېوادونو له خوا د بندیزونو پراخيدو سره روسیې له چین سره په تېره د انرژۍ برخه کې سوداګريزه راکړه ورکړه پراخه کړې ده. ښاغلی ګابویف وايي، ښايي د تیلو او ګازو نل لیکې د دواړو ولسمشرانو د خبرو اجنډا کې ځای ولري.

چین له روسیې سره د وسلو مرسته هم کوي؟

امریکا ګومان کوي چې چېن روسیې سره د وسلو د مرستې په اړه غور کوي ، خو چین دا خبره ردوي.

روسیه وايي "یو څه تمه لرلو کې زیان نشته "، خو دا په دې معنی نه ده چې هغه څه چې تمه یې کیږي حتما دې وشي.

هغه څه چې د تېر کال اوږدو کې معلوم شول دا وه چې "نا محدوده ملګرتیا " حدود لري. ځکه تر دې دمه ښکاري چې چین مسکو سره د پوځي مرستې برخه کې د چینايی شرکتونو پرضد د لویدیځو بندیزونو له وېرې زړه نازړه دی. دا ځکه چې چین ویلي: "بښنه غواړم ...چین لومړیتوب دی."

دا وینا دې وروستیو کې د روسیي پر حکومتي تلویزیوني چینل یوه مرکه کې ښه روښانه کړل شوې ده. پوځي کارپوه میخایل خودارینوک دې مرکه کې ویلي مسکو ته د ښاغلي شي له سفر وړاندې ځینې کارپوهان ډېر خوشاله وو ، خو دی وايي چین کېدای شي یوازې یو ملګری هېواد وي.

د ښاغلي خودارینوک په وینا: "چین یوازې یو متحد لرلی شي. هغه په خپله چین دی. چین ځانته خپلې ګټې لري. د چین بهرنۍ کړنلاره کې له لویه سره پر خپل ځان په پام ورټوله ده."