تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرملېن: د روسیې او چین ولسمشران د اوکرایین پر جګړه خبرې کوي
کرملین ماڼۍ وايي د روسیې او چین ولسمشران د روانې اوونۍ لیدنه کې د اوکرایین پر جګړه او نورو نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو خبرې کوي.
ټاکلې شي جېن پېنګ او ولادیمیر پوتین ازبکستان کې د شانګهای همکاریو سازمان څنډه کې سره وګوري.
د کرملېن ماڼۍ د بهرنۍ پالیسۍ ویاند یوري یوشاکوف ویلي چې ښاغلی پوتین د هند، پاکستان، ترکیې او ایران له مشرانو سره هم ګوري خو د چین له مشرتابه سره یې لیدنه "ځانګړی اهمیت" لري.
دا لیدنه داسې مهال پلان شوې چې چین او روسیه دواړه له مهمو پړاونو تېرېدونکي دي.
چین کې ښاغلی شي غواړي چې دریمې پرله پسې دورې لپاره واک کې پاتې شي او روسیه کې بیا لوېدیځ سره د ښاغلي پوتین د حکومت اړیکې پر اوکرایین د یرغل له کبله خورا ترینګلې دي.
د چین ولسمشر به خپل درې ورځنۍ سفر چارشنبه له قزاقستانه پیل کړي. دا د کورونا ویروس وبا له خپرېدو راهیسې د هغه لومړی بهرنی سفر دی.
نوموړی به پنجشنبه سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې له ښاغلي پوتین سره وګوري.
د مرکزي اسیا پر ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان سربېره د ایران، هند او پاکستان مشران هم دې غونډه کې برخه اخلي.
د چین ولسمشر وروستۍ ځل د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې په بهرنی سفر له هېواده وتلی او میانمار ته تللی و.
د هغه روسی سیال ولادیمیر پوتین هم کم بهرني سفرونه کوي.
هغه وروستۍ ځل تېره جولای میاشت کې د ایران او ترکیې ولسمشرانو سره لیدو لپاره تهران ته تللی و.
دا پر اوکرایین د روسي ځواکونو له یرغل راهیسې د هغه دویم بهرنی سفر و.
بلخوا دا به روان کال د چین او روسیې د ولسمشرانو دویمه لیدنه وي.
دوی تر دې وړاندې تېره فبرورۍ بېجېنګ کې د ژمني اولمپیک د پیل څنډه کې سره لیدلي وو.
شنونکو دا لیدنه لویدیځ سره د چین او روسیې د کړکېچ ډېرېدو ته په کتو ځواک ښودنې لپاره مهمه بللې.
دغو مشرانو د فبرورۍ تر کتنې وروسته یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې خپلمنځي ملګرتیا یې پولې او حدونه نه لري.
روسیې تر هغې څو ورځې وروسته پر اوکرایین یرغل وکړ چې بېجېنګ یې تر اوسه نه دا ګام غندلی او نه یې هم ملاتړ کړی دی.
تایوان ته د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د تېرې میاشت سفر امریکا سره د چین له پخوا خرابې اړېکې لا پسې ترینګلې کړې.
بېجېنګ پر مسکو نړیوالو بندیزونو کې هم نقش نه لري او روسیې سره یې سوداګري مخ په ډېرېدو ده.
چین او هند پر اوکرایین له یرغل وروسته له روسیې د تېلو واردات ډېر کړي دي.
د شانهګای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په غړیتوب رامنځته شو.
هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې د دغه سازمان بشپړ غړي شول او ایران هم ورسره یو ځای کېدو ته شیبې شمېري.