چین د روسیې د تېلو تر ټولو ستر پېرېدونکی شو

روسیې د تېلو او ګازو د پیاوړې صنعت لپاره نوي پېرېدونکي موندلي او دا د لویدیځو هیوادونو لخوا د سختو اقتصادي بندیزونو اغیزو کمولو کې مرسته کوي.

د اوکرایین له یرغل راهیسې چین ته د سعودي عربستان پر ځای روسیه ته د تېلو ستر عرضه کوونکی هېواد ګرځېدلی دی.

د راپورونو له مخې روسیې وړاندیز کړی چې چین ته به په ارزانه بیه تېل او ګاز ورکړي.

روسیه په اوکرایین باندې د برید له امله په نړۍ کې د تېلو او ګازو د پلورلو اجازه نلري، له همدې کبله مسکو له بندیزونو سره سره داسې بازارونه لټوي چې وکولی شي خپل تیل او ګاز په کې وپلوري.

روسیې په دې لړ کې له هند سره هم تماس نیولی دی.

د اوکرایین له یرغل مخکې د روسیې یوازې ۱٪ تېل صادرېدل، خو د روان کال په مې میاشت کې ۱۸٪ ته لوړ شول.

دا پدې مانا ده چې د تېلو او ګازو له صادراتو د روسیې عواید کم شوي، د روسیې انرژۍ عواید د نورو شیانو تر څنګ، د اوکرایین په جګړه کې ښه مالي ملاتړ ګڼل کېږي.

د چین د ګمرکونو د عمومي ادارې په وینا، تیره میاشت د ختیځ ساېبریا آرام سمندر د پایپ لاین له لارې چین ته د روسیې ۸.۴۲ میلیونه ټنه خام تېل وارد شوي دي.

له دې ښکاري چې چین ته د روسیې د تېلو عرضه د تېر کال پرتله په سلو کې ۵۵ سلنه زیاته شوې.

تېل په ارزانه بیه

په دې برخه کې، چینایي شرکتونو له روسیې څخه د پام وړ امتیازات ترلاسه کړي، ځکه چې اروپا او متحده ایالاتو کې د روسیې د تېلو پېرېدونکو د اوکرایین له جګړې وروسته د روسیې د تېلو او ګازو له پېرېدو لاس په سر شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې روسیه ۷.۸۲ میلیون ټنه تېل چین ته صادر کړي او له دې سره د نړۍ د تېلو لوی صادر کوونکی هېواد شو چې سعودي عربستان یې دویمې کچې ته غورځار کړ.

خو روسیه یوازینی هیواد نه دی چې له بندیزونو سره سره چین ورنه تېل اخلي.

بېجینګ تېره میاشت له ایرانه ۲۶۰،۰۰۰ ټنه خام تېل اخیستي چې د تېر ډسمبر میاشتې راهیسې دا یې دریم ځل دی.