روسیه د تېلو لپاره د بېټ کواین په منلو غور کوي

    • Author, انا بیل لیانګ
    • دنده, بي بي سي

د روسیې یو پارلمان غړی وايي، روسیه د خپلو تېلو او ګازو صادراتو په بدل کې د بېټ کواین په منلو غور کوي.

پاول زاوالني وايي، "دوست" هېوادونو ته اجازه ورکول کېدای شي چې د تېلو بیه په ډیجیتلي اسعارو یا خپلو محلي اسعارو کې پرې کړي.

د دې اونۍ په پیل کې، د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ویلي و، "نا دوست" هېوادونه باید د ګازو بیه په روبلو پرې کړي.

داسې پتیل کېده چې دا ګام د روسیې د اسعارو د ودې لپاره پورته شوی، ځکه د روبلو ارزښت سږ کال له ۲۰سلنې ډېر کښته شوی دی.

په اوکراین له یرغل وروسته بریتانیا، امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې بندیزونه ولګول او له دې سره د روبلو ارزښت ټیټ او بیې لوړې شوې.

روسیه لاهم نړۍ کې د طبیعي ګازو ترټولو لوی صادروونکی او د تېلو دوهم لوی عرضه کوونکی دی.

ښاغلي زاوالني چې د انرژۍ په برخه کې د روسیې د دولتي دوما کومېټې مشري کوي، د پنجشنبې پر ورځ وویل، هېواد یې د انرژۍ د صادراتو پیسو ترلاسه کولو لپاره، بدیلې لارې لټوي.

هغه وویل، چین او ترکیه "دوست" هېوادونه دي چې "د بندیزونو په فشار کې ښکېل نه دي".

ښاغلي زاوالني وویل:

"موږ له اوږدې مودې راهیسې چین ته وړاندیز کوو چې په ملي اسعارو روبل او یوان پلور پېر ترسره کړي او له ترکیې سره، دا په لیرا او روبل وي."

ښاغلي زاوالني زیاته کړه: "تاسو کولی شئ سوداګرۍ په بېټ کواین هم وکړئ."

'لوی ګواښ'

شنونکي په دې باور دي، کېدای شي روسیه له ګواښ سره سره له مشهورې دیجیتلي پیسې بېټ کواین ګټه پورته کړي.

د سینګاپور د انرژۍ مطالعاتو انسټیټیوټ لوړ پوړی څېړونکی ډېویډ براډسټاک په دې هکله وايي:"روسیه به ډېر ژرد بې ساري بندیزونو اغېز وویني. له بېلابیلو لارو د اقتصاد لوړولو ته اړتیا ده او بېټ کواین یوه ښه وده کوونکې پانګه ښکاري."

دی وايي، سږ کال د بېټ کواین ارزښت ۳۰ سلنه لوړ شوی دی.