تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسیې او اوکرایين تر منځ د تاو تریخوالي له ډېرېدو سره د تېلو بیې لوړې شوې
د تېلو او ګازو بیې له هغو اندېښنو وروسته لوړېږي، چې ښايي د روسې او اوکرایین تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره په نړیواله کچه د نفتو وېش له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.
د سې شنبې پر ورځ د اومو تېلو یوه بېرل بیه په نړیوال بازار کې نژدې ۳۸. ۹۹ ډالرو ته ورسېده. روسیې خپلو ځواکونو ته د اوکرایین ختیځ کې هغو دوو بېلتون غوښتونکو سیمو ته د ننوتو امر کړی، چې تېره شپه یې د خپلواکو جمهوریتونو په توګه په رسمیت وپېژندلې.
د یادونې ده، چې بریتانیا او ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو پر روسیې د بندیزونو ډېرولو ګواښ کړی، چې له سعودي عرب وروسته د تېلو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی.
روسیه دغه راز په نړۍ کې د طبیعي ګازو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد بلل کېږي.
بلېنکن د روسیې اقدام ''د وړاندوینې وړ او شرم'' وباله
د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روسیې هغه پرېکړه، چې د اوکرایین بېلتون غوښتونکو سیمو خپلواکي یې په رسمیت پېژندلې داسې څه بللي، چې په وینا یې ''وړاندوینه یې کېده او د شرم وړ دي. ''
د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله لیکلي:
''د روسیې لخوا د هغو تش په نامه جمهوریتونو ''په رسمیت پېژندنه '' چې د دوی خپلې نیابتي (ډلې) یې کنټرولوي، د وړاندوینې وړ او شرم دی. موږ یې په سخته غندو او هغسې چې مې برايي (د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر) دیمتري کولیبا ته وویل، موږ له اوکرایین سره اوږه په اوږه ولاړ یو. ''
له دې مخکې تېره شپه د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د دونیڅک او لوهانسک سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژندله.
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین دا اقدام لویدیځو هېوادونو غندلی او توند غبرګون یې څرګند کړی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم ویلي، د روسیې دا اقدام د اوکرایین خاورې تمامیت پر ضد اقدام بولي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرڅ په یوه ټویټر پیغام کې د دونیڅک او لوهانسک سیمو د حیثیت په تړاو پرېکړې سخت اندېښمن کړی دی.
نوموړی وايي: ''په نړیوالو پېژندل شویو پولو کې دننه د اوکرایین خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ارضي تمامیت بشپړ ملاتړ کوو. ''
بل لور رپوټونو کې ویل شوي، امریکا متحده ایالتونه به د روسیې ''پرېکړو او کړنو '' له کبله پر دغه هېواد د سې شنبې پر ورځ نور بندیزونه ولګوي.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند په دې هکله وویل:
''موږ د دې اعلان په هکله له متحدینو او ملګرو سره د همغږۍ په حال کې یو. ''
د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې له لوري د لوهانسک او دونیڅک په رسمیت له پېژندلو سملاسي وروسته د تازه بندیزونو لړ کې په بېلتون غوښتونکو سیمو کې امریکایان له ''پانګې اچوونې، سوداګرۍ او... راکړې ورکړې منع کړل. ''
د یادونې ده، چې د اوکرایین په دې سیمو کې له مخکې له امریکا سره پاموړ سوداګریزه او مالي راکړه، ورکړه نه شته.
د ملګرو ملتونو لپاره د چین ځانګړي استازي د دې سازمان امنیت شورا ته وینا کې چې د اوکرایین پر موضوع غونډه کوي، له زغمه د کار اخیستو غوښتنه کړې او په وینا یې باید له داسې اقداماتو ډډه وشي، چې له کبله یې تاوتریخوالی زیات شی.
ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ جون وايي، چین د دیپلوماتیک حل لپاره د هرې هڅې هرکلی کوي.