تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین کړکېچ؛ امریکا پر روسیې د یرغل لپاره د جعلي پلمې چمتو کولو تور پورې کړ
امریکايي چارواکي وايي، روسیه پر خپلو پوځیانو او یا هم د اوکرایین ختیځ کې د روسیې پر ملاتړ لرونکو پوځیانو د اوکراییني پوځ یوې جعلي برید چمتو کوي.
ویل کېږي روسیه د یوې داسې فلمي سیناریو پر ثبتولو هم غور کوي چې د اوکراییني پوځيانو په یوه جعلي برید کې د سر دروند زیان پکې ښوول شوی وي.
روسیې بیا غبرګون کې ویلي داسې هیڅ پروګرام نه لري.
د امریکا متحدو ایالتونو لوړپوړي چارواکي وايي، دې جعلي عملیاتو کې به چې د روسیې امنیتي ادارې یې چمتو کوي، د اوکرایین ختیځ دونباس سیمه کې د ګرافیک تصویرونو پر مټ داسې ګڼ شمېر ملکي تلفات وښوول شي، چې د اوکراییني چارواکو پر ضد په سیمه کې د خلکو توند غبرګون وپارول شوي.
دوی وايي، همدا به بیا وروسته د پر اوکرایین د روسي ځواکونو یرغل ته د پلمې په توګه وکاروول شي، خو امریکايي چارواکو د خپلې دې ادعا لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
دوی زیاتوي داسې باور کېږي چې روسیان به د دې لپاره د یوه جعلي برید صحنې فلم ثبت او خپور کړي.
د امریکايي چارواکو په خبره دې جعلي فلمي صحنو کې به ویجاړې شوې کروندوې او ځایونه، جعلي اوکراییني پوځي تجهیزات، هغه ډرون چې په ترکیه کې چمتو شوي، داسې ممثلین چې په روسي ژبه ویر کوي، وښوول شي.
امریکايي چارواکي وايي، دا یو انتخاب دی چې روسیه پرې غور کوي او دوی یې ځکه حال وايي، چې غواړي ''روسیه له هغې تګلارې راوګرځوي چې پرې تلل غواړي. ''
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیره لیز ټریس په دې هکله وايي، ''د امریکايي استخباراتو معلومات څرګند دي او د اوکرایین بې ثباته کولو په تړاو د روسیې یرغل (پلان) او تر لاس لاندې فعالیتونه یې هېښوونکي دي. ''
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریمیلن ویاند دیمتري پیسکوف بیا د پنجشنبې پر ورځ ناوخته دې څرګندونو ته غبرګون کې وویل:
''دا لومړی ځل نه دی (چې د روسیې په هکله داسې ویل کېږي) بلکې له دې هېڅ هم لاس ته نه راځي. ''
بل لور د اروپايي ټولنې لپاره د روسیې سفیر ولادیمیر چېژوف له سي این این خبري شبکې سره خبرو کې وویل، روسیه د جعلي پوځي عملیاتو پلمې چمتو کولو هېڅ ډول پلان نه لري.
پر اوکرایین د روسیې یرغل لپاره د جعلي پلمې دا ادعا له هغه یوه ورځ وروسته مخې ته راځي چې امریکا د اروپايي متحدینو ملاتړ لپاره اروپا ته د نورو پوځیانو استولو پرېکړه اعلان کړه.
روسیې دا اقدام 'ویجاړوونکی ' بللی او په وینا یې د ناټو پراختیا خبره یې رښتیا ثابتوي.
بل لور ناټو چارواکو پرون پنجشنبه وویل، داسې احتمال شته چې روسیه په یوه بل ګاونډي هېواد بېلاروس کې د ځانګړو ځواکونو په ګډون په جنګي الوتکو او کم واټن بالسټیک توغندیو سمبالو نژدې ۳۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي.
امریکا او ناټو له اوکرایین سره پر پوله د روسیې پوځیانو یو ځای کېدو ته اندېښمن دي، چې اوسمهال یې شمېر ۱۰۰ زرو تنو ته رسېږي، خو روسیه بیا وايي، پر اوکرایین د برید هېڅ پلان نه لري او پوځیان یې هلته په کېندونو بوخت دي.
د اوکرایین او روسې پر پوله له هغه اته کاله وروسته تاوتریخوالی ډېر شوی، چې روسیې د اوکرایین سویل کې کرایمیا سیمه په خپله خاوره پورې وتړله او دغه راز یې د دې هېواد په ختیځ دونباس سیمه کې د بېلتونپالو وسله والو ملاتړ وکړ.