تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې زلزله کې د ودانیو نړېدو په تور لسګونه کسان نیول شوي
ترکیه کې د فبرورۍ په شپږمه نېټه له یوې خونړې زلزلې وروسته د نړېدلو دانیو په اړه د ۶۰۰ کسانو پلټنې پیل شوي دي.
د تېرې شنبې پر ورځ د دغه هېواد د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ وویل، تر اوسه یې د ودانیزو شرکتونو د قراردادیانو او ودانیو د څښتنانو په ګډون ۱۸۴ کسان نیولې دي.
کلونه وړاندې کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې، پراخ اداريفساد او د حکومت تګلارې د دې لامل شوي، چې ډېرې ودانۍ خوندي نه وي.
تایید شوي شمېرې ښيي، ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۵۰ زرو اوښتی دی.
ښاغلي بوزداغ دغه څرګندونې د ترکیې له سویل ختیځه په یوه تلویزیوني وینا کې کړي دي، چېرته چې د رېښتر په کچه ۷،۸ درجې زلزله وشوه او له هغې څو ساعته وروسته بیا یوی بلې زلزلې ولړزاوه.
د هغې څرګندونې ښيي، چې دې برخه کې پراخې پلټنې روانې دي، دوه اوونۍ مخکې ترکي چارواکو هم ویلي و چې، دې برخه کې د ۱۱۳ کسانو د نیولو امر شوی دی.
د ترکیی رسنیو رپوټونه خپاره کړي و چې په نیول شویو کسانو کې د هغه ښار ښاروال هم شامل دی چې زلزلې سیمې ته نږدې و.
ترکیه کې له زلزلې وروسته تر ۱۶۰ زرو ډېرې ودانۍ نړېدلي دي او یا هم سختې زیانمنې شوې دي.
چې د یادو ودانیو نړېدو ګڼې پوښتنې راولاړې کړي چې آیا رښتیا هم د طبیعي ناورین اغېزې د انسانانو د ناکامو چارو له امله خورا سخت شوي دي؟
د اپوزیسون ګوندونه او د ودانیزو چارو ځینې کارپوهان د ولسمشر رجب طیب اردوغان اداره تورنوي، چې د ودانیو د مقرراتو په پلي کولو کې پاتې راغلی او اوس هڅه کوي چې د پېښ شوي ناورین پړه پر نورو واړوي.
دوی وايي، د حکومت پالیسیو هغو قراردادیانو ته چې له ودانیزو مقرراتو سرغړونه کوي د دې لپاره د بښنې اجازه ورکړې چې د زلزله ځپونکو سیمو په ګډون نورو سیمو کې ودانیزو چارو ته وهڅول شي.
ښاغلي اردوغان دې برخه کې نیمګړتیاوې منلي خو داسې ښکاري چې د ناورین د کچې په زیاتېدو کې تقدیر او برخلیک پړ ګڼي.
نوموړي سیمې ته په خپل وروستي سفر کې ویلي:
"دا ډول چارې تل پېښي شوي دا د تقدیر د پلان یوه برخه ده."