د ترکیې زلزله کې د ودانیو نړېدو په تور لسګونه کسان نیول شوي

A man sits on a red cushion beside a ruined building

د عکس سرچینه، Reuters

ترکیه کې د فبرورۍ په شپږمه نېټه له یوې خونړې زلزلې وروسته د نړېدلو دانیو په اړه د ۶۰۰ کسانو پلټنې پیل شوي دي.

د تېرې شنبې پر ورځ د دغه هېواد د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ وویل، تر اوسه یې د ودانیزو شرکتونو د قراردادیانو او ودانیو د څښتنانو په ګډون ۱۸۴ کسان نیولې دي.

کلونه وړاندې کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې، پراخ اداري‌فساد او د حکومت تګلارې د دې لامل شوي، چې ډېرې ودانۍ خوندي نه وي.

تایید شوي شمېرې ښيي‌، ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۵۰ زرو اوښتی دی.

ښاغلي بوزداغ دغه څرګندونې د ترکیې له سویل ختیځه په یوه تلویزیوني وینا کې کړي دي، چېرته چې د رېښتر په کچه ۷،۸ درجې زلزله وشوه او له هغې څو ساعته وروسته بیا یوی بلې زلزلې ولړزاوه.

د هغې څرګندونې ښيي، چې دې برخه کې پراخې پلټنې روانې دي، دوه اوونۍ مخکې ترکي چارواکو هم ویلي و چې، دې برخه کې د ۱۱۳ کسانو د نیولو امر شوی دی.

د ترکیی رسنیو رپوټونه خپاره کړي و چې په نیول شویو کسانو کې د هغه ښار ښاروال هم شامل دی چې زلزلې سیمې ته نږدې و.

A man looks at a flattened building in Hatay, south-eastern Turkey. Photo: 25 February 2023

د عکس سرچینه، Getty Images

ترکیه کې له زلزلې وروسته تر ۱۶۰ زرو ډېرې ودانۍ نړېدلي دي او یا هم سختې زیانمنې شوې دي.

چې د یادو ودانیو نړېدو ګڼې پوښتنې راولاړې کړي چې آیا رښتیا هم د طبیعي ناورین اغېزې د انسانانو د ناکامو چارو له امله خورا سخت شوي دي؟

د اپوزیسون ګوندونه او د ودانیزو چارو ځینې کارپوهان د ولسمشر رجب طیب اردوغان اداره تورنوي، چې د ودانیو د مقرراتو په پلي کولو کې پاتې راغلی او اوس هڅه کوي چې د پېښ شوي ناورین پړه پر نورو واړوي.

دوی وايي، د حکومت پالیسیو هغو قراردادیانو ته چې له ودانیزو مقرراتو سرغړونه کوي د دې لپاره د بښنې اجازه ورکړې چې د زلزله ځپونکو سیمو په ګډون نورو سیمو کې ودانیزو چارو ته وهڅول شي.

ښاغلي اردوغان دې برخه کې نیمګړتیاوې منلي خو داسې ښکاري چې د ناورین د کچې په زیاتېدو کې تقدیر او برخلیک پړ ګڼي.

نوموړي سیمې ته په خپل وروستي سفر کې ویلي:

"دا ډول چارې تل پېښي شوي دا د تقدیر د پلان یوه برخه ده."