د ترکیې زلزله: "زه او نوی زېږېدلی ماشوم مې ژوندي ښخ وو"

د ترکیې او سوریې د خونړۍ زلزلې یوه اوونۍ پوره شوه چې د زرګونو کسانو د وژنې ترڅنګ یې پراخه وېجاړي اړولې.
خو په دغه مرګونې پېښه کې "معجزې" ته ورته پېښې هم شته چې یوه یې دلته لوستلی شئ.
د روان کال جنورۍ په ۲۷ نېټه د نیکلا کاموز دویم زوی وزیږېد، نوم یې پرې یاګیز کېښود چې د "زړور" مانا لري.
ماشوم یې لس ورځنی شوی و چې په ځایي وخت ۴:۱۷ بجې د سهار نیکلا چې د ترکیې سویل هاتای ولایت کې اوسېده، راویښه شوه او خپل زوی ته یې شیدې ورکولې، خو څو شېبې وروسته یو ناڅاپه زلزله وشوه او تر ځکمې لاندې شول.
نیکلا له خپلې کورنۍ سره د سمندګ په ښارګوټي کې یوې عصري پنځه پوړیزې ودانۍ په دویم پوړ کې اوسېدل.
هغه وايي دا یوه "ښه ودانۍ وه" او هلته یې د خوندیتوب احساس کاوه. وايي، فکر یې نه کاوه چې سهار به یې د سترګو له غړولو سره سمه زلزه کېږي او هر څه به ویجاړوي.
د آغلې نیکلا په ټکو: "کله چې زلزه شوه ما غوښتل منډې کړم او خپل مېړه ته چې په بله خونه کې و ورشم، هغه هم ورته کار کاوه زما بل زوی ورسره و او غوښتل یې ماته راشي. خو د کوټې المارۍ پرې را لوېدلې وې او ناشوني وو چې حرکت وکړي."
نوموړې زیاتوي:" کله چې زلزلې دوام وکړ دیوال یې راونړاوه، او ورپسې یې ودانۍ ویجاړه کړه خو کله چې زلزله ختمه شوه نو کتل مې چې زه له خپله کوره یو پوړ لاندې را لوېدلې یم، ما دوی ته نارې وهلې، نومونه مې یې اخیستل خو هیچا ځواب نه راوکاوه."
دغې ۳۳ کلنې ښځې خپل نوی زیږېدلی ماشوم په سینه پورې کلک نیولی و، په څنګ کې یې یوه لویه المارۍ را لوېدلې وه .
دا ښځه او ماشوم یې د کانکرېټ د یوې لویې ټوټې او المارۍ تر منځ وو چې همدې یې ژوند ژغورلی وو.
دغې ښځې او مېړه یې له خپلو دوو ماشومانو سره څلور ورځې په همدې وضعیت کې تر کنډوالو لاندې تېرې کړې.
لومړۍ ورځ
نیکلا د خوب په کالیو کې تر کنډوالو لاندې پرته وه چې له "تورې تیارې" پرته یې بل څه نه لیدل. خپل مرګ یې په سترګو لیده او زړه کې یې دا اندېښنه وه چې څه به کېږي.
خو کله به یې چې خپل زوی ته پام شو چې ساه اخلي نو لږه به ارامه شوه.
زوی او مور دواړه تر کنډوالو لاندې ګرم او له سړې هوا پناه و خو وېرېده چې ساه یې بنده نه شي.
له لېرې واټن یې غږونه اورېدل هڅه یې وکړه، د مرستې لپاره یې نارې وهلې او د جامو هغه المارۍ یې وډبوله چې پرې رالوېدلې وه.
غږ یې وکړ" څوک شته؟ غږ مې څوک اورئ؟"
خو پوه شوه چې څوک یې غږ نه اوري، بیا یې د رالوېدلي دیوال وړې ټوټې رواخیستې او المارۍ یې پرې وډبوله، هیله یې وه چې دا غږ به یو څه لوړ وي او څوک به یې واوري.
دا کار یې هم چې کاوه نو ډارېده چې له پورته پرې څه را و نه لوېږي.
بیا هم چا ځواب ور نه کړ خو لا یې هم تمه وه چې ښايي څوک راشي.
خو وايي:" ډېره ډارېدم."

تر ځمکې لاندې ژوند
تر کنډوالو لاندې تپه تیارې له نیکلا دا هېر کړي و چې شپه ده که ورځ، هر څه ورته تورتم ښکارېدل. دا هېڅ څه هم ژوند ته ورته نه و.
هغه وايي: "کله چې د چا نوی ماشوم وزیږي نو د ډېرو شیانو په اړه فکر کوي او ډېر څه پلانوي خو ناڅاپه تر خاورو لاندې شي."
له دې ټولو سختیو سره بیا هم نیکلا په دې فکر کې وه چې څه ډول د خپل ماشوم ساتنه وکړي، او په تنګ ځای کې شیدي ورکړي.
د خپل ځان لپاره یې د خواړو او څښلو لپاره هېڅ څه نه و خو زوی به یې له پرلپسې ناکامو هڅو وروسته بلاخره وتوانېد چې د مور تیونو ته خوله وروړي او شیدي وڅښي.
نیکلا له بهره غږونه اورېدل خو ځان یې غلې نیولی و چې خپله انرژي خوندي کړي او دا غږونه نور هم ور نږدې شي.
له زړه یې خپله کورنۍ نه وتله، نوی زیږېدلی ماشوم یې پر سینه پروت و خو مېړه او بل زوی یې تر کنډوالو لاندې ترې ورک وو، دغو فکرونو ډېره اندېښمنه کړې وه.
هغې د خپلو نورو خپلوانو په اړه هم فکر کاوه او اندېښنه یې وه چې زلزله به پرې څنګه تېره شوې وي.
نیکلا هیله بایللې وه چې له دې ځایه به ژوندی ووځي، خو د یاګیز شتون یې د ژوندي پاتې کېدو یوازینې دلیل و.
نوموړې وايي: "خوب به یوړم او سترګې به مې پټې شوې خو د یاګیز ژړا به راویښه کړم، شیدې به مې ورته ورکړې او بېرته به مې غلی کړ."

د عکس سرچینه، Ekrem Imamoglu
د ژغورنې عملیات
تر ځمکې لاندې له ۹۰ ساعتونو وروسته نیکلا د سپیو غږونه واورېدل، فکر یې کاوه چې خوب ویني. خو دا غږونه ورو ورو ور نږدې شول.
بیا یې یو غږ واورېد "ښه یې؟ یو ځل د هو ځواب راکړئ؟ تاسې په کومې ودانۍ کې اوسېدئ؟"
نیکلا موندل شوې وه، ژغورونکو په احتیاط د هغې د را ایستلو لپاره ځمکه کیندله، ځکه چې ماشوم ورسره و او باید په ډېر غور سره دا هر څه شوي وای.
د نیکلا پر سترګو تیاره هغه څراغ ماته کړه چې ژغورونکو یې مخ ته نیولی و.
ژغورونکو یې د ماشوم د عمر پوښتنه وکړه هغې ورته وویل چې: "د زېږېدو یې لس ورځې وتلي."
مور او ماشوم دواړه وژغورل شول او د امبولانس په مرسته روغتون ته ولېږدول شول خو نیکلا خپل مېړه او بل زوی برخلیک ته اندېښمنه وه او غوښتل یې له چا واوري چې آیا هغوی هم ژغورل شوي دي که نه.

له ژغورلو وروسته
کله چې نیکلا روغتون ته ورسېده د کورنۍ غړو یې ورته ښه راغلاست ووایه او ورته خوشحاله وو.
کورنۍ یې دا زیری هم پرې وکړ چې مېړه او زوی یې هم ژغورل شوي خو پر پښو د ټپونو له امله له دې ځایه څو ساعته لېري د ادانا ولایت روغتون ته لېږدول شوي دي.
نیکلا او یاګیز پر بدن کوم ژور ټپ نه درلود او هېڅ ډول فزیکي زیان نه و ور اوښتی.
او یوازې د روغتیا د ډاډ لپاره یې ۲۴ ساعتونو لپاره روغتون کې پاتې کړل شول.
نیکلا له روغتونه د راستنېدو وروسته کور نه لري چې پکې و اوسېږي خو د کورنۍ یوه غړي یې له لرګیو او ترپال څخه جوړې شوې یوې خیمې ته بیولې چې شاوخوا ۱۳ کسان پکې مېشت دي او لنډ مهالې سرپناه ده.
دوی هلته یو ځای دي یو بل سره مرسته کوي، او خپلې کیسې شریکوي.
نیکلا وایی هڅه کوي پرې تېر شوي هر څه له ذهنه وباسي، هغه وايي، د خپل ځان د ژغورلو له امله د یاګیز احسانمنه ده.
د هغې په ټکو : "که زما ماشوم دومره زړور نه وای چې دا هر څه وزغمي نو ما هم نه شوای کولای."
د خپل زوی لپاره یې ستره هیله دا ده چې هیڅکله بیا ژوند کې داسې سختې تجربه نه کړي.
نیکولا وايي: "زه دې ته ډېره خوشاله یم چې هغه نوی زیږېدلی ماشوم دی او هېڅ څه به یې په یاد نه وي."










