د ترکیې زلزله کې د لسګونه افغانانو وژل کېدل؛ 'د مور مړي پسې مو ۳۰۰ جسدونه ولټول'

- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
په ترکیه کې افغان کونسل بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د تېرې دوشنبې ورځې زلزله کې د ترکیې هتای ولایت کې لسګونه افغانان هم وژل شوي، خو رسمي کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی ثابت شوی. وړاندې د طالبانو حکومت په ترکیه کې د شاوخوا ۱۰۰ افغانانو د وژل کېدو رپوټ ورکړی و.
انقره کې افغان کونسل پسرلي حکیمي وویل، هتای کې ګڼ افغانان اوسېدل او د دوی یو ټیم هلته تللی چې د وژل شویو او اغېزمنو شویو افغانانو په اړه مالومات راغونډ کړي.
پسرلی زیاتوي، د سیمې خلکو دوی ته ویلي چې د هتای زلزله کې د نژدې ۸۰ او ادیامان ولایت کې د ۳۵ وژل شوو افغانانو مړي خاورو ته سپارل شوي، خو ویل کېږي داسې قبرونه هم شته چې یو تر درو کسانو پکې خښ شوي، خو رسماً ددغو کسانو وژل کېدل لا نه دي اعلان شوي.
هتای کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، تر اوسه د وژل شوو خلکو نوملړ نه دی جوړ شوی او د وژل شوو د هویت له ثابتېدو وروسته به د هر هېواد د وژل شوو وګړو لېست له هغوی سره شریک شي.
پسرلی حکیمي وايي، په انقره کې د افغان کونسلګرۍ پلاوي د ترکیې ملاتیا، غازي عنتاب او ادانه سیمو ته هم تللي - دا له هغو لسو ولایتونو او سیمو دي چې له خونړۍ زلزلې وروسته پکې فوق العاده یا بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د تېرې دوشنبې په ورځ ګهیځ وختي د ترکیې سوېل او د سوریې شمالي سیمو کې چې دواړه سرحدي سیمې دي، د ریښتر په کچ ۷٫۸ درجې زلزله وشوه، چې تر اوسه په دواړو هېوادونو کې د وژل شوو شمېر تر ۲۸ زرو اوښتی دی.
ښاغلی حکیمي وايي، په یادو دریو (غازي عنتاب، ملاتیا او ادانه) ولایتونو کې د دوی پلاوو له افغانانو سره لیدلي افغانانو ته زلزله کې مرګژوبله نه ده اوښتې، خو لا هم خلک د بلې ممکنه زلزلې له کبله د شپې مهال خپلو کورونو ته نه ستنېږي.
"۲۰۰ مړو کې مې د خپلې مور مړی لټاوه"
د ترکیې زلزله کې د یوې افغان کورنۍ یو غړی چې له کاناډا نه د خپلې مور او خویندو د مړو موندلو لپاره ترکیې ته تللی له بي بي سي سره د خپلو سترګو لیدلی حال شریک کړی دی.
محمد اجمل نېکزاد په یوه وېډیو کې چې د بي بي سي خبریالې محجوبې نوروزي ته یې استولې ده، ویلي، "دوشنبې په ورځ له کاناډا ترکیې ته ولاړم، هېڅ تصور مې نه کاوه چې له داسې حالت سره به مخامخېږم. قهرمان مارش ښار ته ولاړم لومړی مې د خپلې خور مړی وموند او شپږ ساعته د سړک پر غاړه سړه هوا کې امبولانس ته انتظار وو، خو امبولانسونو یوازې ټپیان لېږدول او مړو ته یې پام نه کاوه، چې بالاخره په پښو ولاړو او مړی مو د مړي خاورو سپارلو د اجازې اخیستو ځای ته ورسوله، هېچا مرسته ونه کړه".
نېکزاد وايي، د خپلې مور د مړي موندلو لپاره د هغې ودانۍ له کنډوالو رایستل شویو مړو کې چې کورنۍ یې پکې اوسېده، تر ۲۰۰ مړي ولټول چې بالاخره په لومړۍ ورځ یې د خپلې مور مړی ونه شو موندلی.
دی وايي، داسې مړي وو چې د چا سر نه و او هېڅ د لیدلو وړ نه وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
"مور مې مړه، خور مې ورکه ده"
یوې افغانې نجلۍ له ترکیې نه بي بي سي ته وویل، " ۳۰۰ جنازې مو ولټولې چې د خپلې مور مړی ومومم. هرڅه مو چې لیدل لټول مو، د مور مړی مو پیدا او تېره شپه مو خاورو ته وسپارله. خور مې روغتون کې بستري ده، خو په اړه یې هېڅ مالومات نه لرم".
په ادانه کې یوه بله افغانه کورنۍ وايي، د شپې پارک کې ویدېږي او د استوګنې ځای نه لري.
کوچنی افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه بله وېډیو کې یو افغان د ترکیې هتای واکنت سیمې په یوه هدیره کې نوي قبرونه ښيي چې وايي دلته هغه افغانان خښ شوي، چې اسناد یې نه لرل او دولت بې برخلیکه پرېښي وو چې بالاخره زلزله کې مړه شول.
دغه افغان وايي، دا سیمه د کوچني افغانستان په نامه یادېده، ځکه چې د ترکیې دولت پکې بېاسناده افغانان مېشت کړي وو.
دی وايي، دا ماشومان زلزله کې ټپیان شوي وو، خو د ترکیې د دولت د بې پامۍ له کبله مړه شوي.
په وېډیو کې دغه افغان وايي "دا قبرونه چې وینئ، هغه افغانان دي چې پنا غوښتلو ته په تمه وو او اسناد یې نه وو، ښځې او ماشومان هم پکې وو، مړه شوي دي".












