د ترکیې او سوریې زلزله: د قربانیانو شمېر له ۲۸۰۰۰ واوښت؛ د ژغورنې هیلې په مړاوي کېدو دي

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

ترکیه او سوریه کې د تېرې اونۍ ځواکمنه زلزلې کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس له ۲۸ زره کسانو اوښتی دی.

د شنبې په ورځ د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای وویل، په زلزله کې د وژل شوو شمېر تر ۲۴ اوښتی دی.

جرمن او اتریشي ژغورنډلو د شنبې په ورځ د نا مالومو ډلو ترمنځ د نښتو له کبله د ژغورنې خپل کارونه ودرول.

یوه ژغورونکي وویل، اټکل دی چې د خوراکي مرستو د کمښت له کبله امنیتي وضعیت لا خراب شي.

سیمه ییزې رسنۍ وايي، په ځینو سیمو کې نژدې ۵۰ هغه لوټماران نیول شوي چې له وسلو په ګټه اخیستو یې لوټماري کوله.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هرڅوک چې قانون ماتوي، له بېړني ځواک به یې پر وړاندې کار واخیستل شي.

نوموړي ژمنه کړې چې په یوه کال کې د زلزلې ځپلو سیمو بېرته رغونه بشپړه کړي.

اردوغان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر رجب طیب اردوغان په زلزله ځپلو سیمو کې د دریو میاشتو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی

لا هم په ځینو سیمو کې تر خاورو لاندې اېسار کسان ژوندي را اېستل کېږي. یو ماشوم له نژدې ۱۲۸ ساعتو وروسته ژغورل شوی دی. خو هیلې په کمېدو دي.

دې زلزلې دواړو هېوادونو کې سلګونه زره کسان بې کوره کړي هم دي اود مرستندویه ډلو پام هم پر هغو کسانو دی چې خوړو او سرپناه ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، په ترکیې او سوریې کې اوس شاوخوا ۹۰۰ زره کسان ګرمو خوړو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارو مشر ویلي، یوازې دوه مرستندویه کاروانونه په سوریې کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو ته رسېدلي دي. نوموړي د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه چې مرستې ټولو ته ورسیږي.

مرستندویه ادارې چې د سوریې په شمال لویدیځ کې زلزله ځپلو ته د اړتیا وړ مرستې رسولو هڅه کوي له ترکیې نه سوریې ته د لا زیاتو پولو د پرانیستو غوښتنه کړې.

اوس مرستې یوازې د سوریې د حکومت لخوا ټاکل شوې یوې لارې ور رسول کېږي چې سخته زیانمنه شوې هم ده.

د تېرې دوشنبې دا ځواکمنه زلزله د انساني تلفاتو له اړخه په خپل وار د روانې پېړۍ اوومه تر ټولو مرګونې طبیعي پیښه بلل شوې.

Syria

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سوریې ادلیب کې یوه کورنۍ له ماشومانو سره تر خیمو لاندې

دې زلزله کې د وژل شویو کسانو ټولیز شمېر اوس جاپان کې د ۲۰۱۱ کال له زلزلې او څونامي اوښتی او په ۲۰۰۳ کال د ګاونډي عراق په زلزله کې ۳۱ زره وژلو شویو کسانو ته په نږدې کېدو دی.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد تر دې زلزلې وروسته د جمعې پر ورځ په لومړي ځل ځینې زیانمنې سیمې لیدلې دي.

د سوریې دولتي رسنۍ وايي، هغه د حلب روغتونونو کې زلزله کې ټپي شوي خلک هم کتلي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د زیانمنو شویو سیمو سفرونو ته دوام ورکړی.

هغه خلکو سره د مرستو او تر پخوا د ښه ژوند د زمینې برابرېدو ژمنه کړې.

ترکیې پخوا هم مرګونې زلزلې تجربه کړې، خو دا پکې ۱۹۳۹ کال راهیسې تر ټولو مرګونې ده.

اوس دغه هېواد کې د اردوغان د حکومت منتقدان وايي چې حکومت د خلکو ژغورلو لپاره ډېر څه کولی شول، چې نه یې دي کړي.

پخپله ښاغلي اردوغان که څه هم ستونزې او کم کاري منلې، خو دا یې هم ویلي چې د دومره لویې کچې طبیعي ناورین ته پلان او چمتووالی ممکن نه دی.

هغه له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې ترکیه کې په واک کې دی خو اوس یې سیاسي مخالفان هڅه کوي چې دا موضوع را روانو ټولټاکنو کې د نوموړي خلاف وکاروي.

ترکیه کې د ولسمشرۍ را روانې ټاکنې می میاشت ته پلان شوې وې، خو اوس ښايي د دغه ناورین له کبله وځنډول شي.

د ویډیو تشریح، 'چېرته یئ؟' د ترکیې زلزله کې تر ویجاړیو لاندې د ایسارو شویو کسانو له کړاو ډک لټون

پر ښاغلي اردوغان یوه ستره نیوکه دا ده چې په پرمختللو وسایلو له سمبال پوځ یې د ژغورنې عملیاتو کې ګټه نه ده اخیستې.

ترکیه کې دا عملیات د ملکي برخې لسګونه زره کارکوونکي او دواطلبان پر مخ وړي چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مرستندویه ډلې هم ورسره ملګرې او همکاره‌ دي.

بله نیوکه دا ده چې د ترکیې حکومت د ودانیو جوړېدو سنټنډرډونه سم نه دي عملي کړې او دې برخې ته ځانګړې شوې میلیاردونه ډالر هم په نامالومو لارو لګول شوي.

ښاغلي اردوغان له خپلو سیاسي مخالفانو غوښتي چې د رامنځته شوي ناورین موضوع دې نه سیاسي کوي او دا چې د نوموړي په وینا اوس د نیوکو پر ځای د یووالي اړتیا ده.‌

زلزله

د عکس سرچینه، AKUT