ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۲۰ زرو واوښت

د عکس سرچینه، Getty Images
ترکیې او سوریه کې د تېرې دوشنبې ورځې زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس پر ۲۰ زرو اوښتی دی.
خو ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د رامنځ ته شوي ناورین بشپړ ابعاد او اړخونه لا روښانه نه دي.
ژغورونکې ډلې اوس هم تر ویجاړیو او نړېدلو ودانیو لاندې په احتمالي ژوندیو پاتې کسانو پسې ګرځي، خو هیلې کرار کرار مړاوې کېږي.
بلخوا سړه هوا د هغو زرګونو کسانو ژوند ګواښي چې له زلزلې روغ وتلي خو سرپنا، اوبه او خواړه نه لري.
د موټرو کمښت، لوجیستیکي خنډونو او د سړکونو خرابوالي هم ځپل شویو سیمو کې د ۱۰۰ زره یا تر دې د ډېرو مرستندویانو هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا د پېړۍ تر ټولو ستر ناورین بللی.
هاخوا د نړیوالو بشردوستانه مرستو د راټولو لړۍ روانه ده.
نړیوال بانک پنجشنبه ترکیې سره سملاسي د بنسټیزو زېربناو د رغولو مالي تامین او د اغېزمنو شویو خلکو د ملاتړ په ګډون د ۱ اعشاریه ۷۸ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی چې د ناورین بشپړ ابعاد او اړخونه کرار کرار رابرسېره کېږي، په ځانګړې توګه سوریه کې چې د څو کلونو کورنۍ جګړې پکې وار له مخه هر څه تباه کړي.

د عکس سرچینه، AFP
پنجشنبه د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو لومړني بار موټرونه له ترکیې د 'باب الهوا' بندر له لارې د سوریې شمال کې ادلیب ولایت ته واوښتل.
دا یوازنۍ لار ده چې پر مرستو دغه بار موټرونه پکې د سوریې د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو نه تېرېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د نورو مرستو ژمنه هم وکړه او د دغه سازمان له امنیت شورا یې وغوښتل چې له نورو بندري لارو هم سوریې ته د بشري مرستو د رسېدو اجازه ورکړي.
حلب کې د منیره محمد په نوم د څلورو ماشومانو مور رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تودونکو وسایلو او نورو توکو ته جدي اړتیا ده.
هغې زیاته کړې "تېره شپه موږ د سړو له کبله خوب ونشو کړای. ډېره بده ده."
سوریه کې د سپین خولیو په نوم مرستندویان د ژغورنې په چارو بوخت دي.
دوی ویلي د ملګرو ملتونو په ورسېدلو مرستو کې داسې ځانګړي وسایل نشته چې تر ویجاړیو لاندې د ایسارو خلکو د را ایستلو لپاره وکارول شي.
دوی پر خپل ټویټر لیکلي په داسې حال کې چې جدي اړتیا یې لیدل کېږي، د دغو وسایلو نه ورسېدو خواشینې کړي دي.
د بل ناورین خبرداری

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکیې او سوریې لروبر لسګونه زره کسانو چې زلزلې یې کورونه نړولي، څلورمه شپه سړه هوا کې تر لنډمهاله سرپناو لاندې تېره کړه.
د ترکیې سویل ختیځ کې یوه کورنۍ چې زلزلې یې کور نړولی او اوس یې یوه سپورتي کمپلکس اړولي، وایي مرستندویان له زلزلې درې ورځې وروسته هم نه دي ور رسېدلي.
دوی بي بي سي ته ویلي ډېر خلک تر ویجاړیو لاندې ایسار پاتې دي او ډېر نور له سړو مړه کېږي.
له دې سره هممهاله د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که مرستندویان "ډېر ژر" سرپنا، خوړو، اوبو او درملو ته لاسرسی ونه مومي، نو د دویم بشري ناورین احتمال ډېر دي.
د دغه سازمان د اروپا څانګې مشر ډاکتر هنس کلوګ بي بي سي ته ویلي د ترکیې غازیانتیپ کې د دوی کارکوونکي اړ دي چې خپلو موټرو کې خوب وکړي، ځکه هلته اوس هم هره ورځ سلګونه رېږدلې یا ټکانونه محسوسېږي.
هغه سوریه کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت له کبله د کلوروا د خپرېدو اندېښنه ښودلې.











