ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر زیاتوالی؛ سخت باران د مرستو رسول ستونزمن کړي

د عکس سرچینه، Reuters
سختو بارانونو د ترکیې او سوریې په زلزله ځپیلو سیمو کې د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې، د ترکیې په سویل او د سوریې په شمال لویدیځ کې د دغې سترې زلزلې قربانیانو شمېر به پام وړ زیات شي.
د رپوټونو له مخې، دغو دوو هېوادونو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۴۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
د دوشنبې پر ورځ د فبرورۍ په شپږمه نېټه سهار مهال دوو زورورو زلزلو د ترکیې سویل او د دغه هېواد پولې ته څېرمه د سوریې شمال لویدیځ ولړځاوه.
په سیمه کې د قربانیانو د ژغورنې عملیات لا هم روان دي، او هڅه کوي چې تر ودانیو لاندي شوي خلک راوباسي.
سختې یخنۍ، باران او له کانکرېټي ودانیو د خلکو راو ایستل ژغورونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.
ترکیې اعلان کړی چې تر اوسه له ۶۵ هېوادونو څه باندې ۲۶۰۰ مرستندویه کارکوونکي د ترکیې مرستندویه کارکوونکو د مرستې لپاره زلزله ځپیلو سیمو ته ور رسېدلي دي.
وروسته له هغې چې ترکیې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه، ګاونډيو هېوادونو د ژغورنې ډلې، ژغورونکي سپي او د مرستونورې کڅوړې دغه هېواد ته استولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا جیولوجیکي سروې ادارې د لومړۍ زلزلې شدت ۸،۷ درجې اعلان کړی چې سهار شاوخوا څلور بجې وشوه.
کارپوهانو دا د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو لویه زلزله یاده کړې ده. د سمیي عیني شاهدان وايي، دغې زلزلې شاوخوا دوه دقیقې دوام وکړ.
له لومړۍ زلزلې وروسته په ځايي وخت شاوخوا ۱:۳۰ دویمې زلزلې بیا دغه سیمې ولړزولې.
د ترکیې د ناورین مدیریت مرکز یوه چارواکي ویلي چې، دویمه زلزله د لومړۍ زلزلې پس لړزه نه بلکه یوه له قوي زلزله وه.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د قربانیانو شمېر به له دې هم لوړ شي، ځکه چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان د ناورین د مدیریت یوې لوړ پوړې چارواکې کاترین اسمالووډ فرانسې خبري اژانس ته ویلي:" له بده مرغه دا هغه بهیر دی چې مونږ تل له زلزلې وروسته ورسره مخ کېږو هغه دا چې په ورځو او اوونیو کې د قربانیانو شمېر خورا لوړېږي."
آغلې اسمالووډ ټینګار کړی چې د سړه هوا په زلزله ځپیلو سیمو کې هغو خلکو ته ګواښ لا زیاتوي چې سرپناه نه لري.
دغو زلزلو په سلګونه ودانۍ ویجاړې کړي چې ګڼ خلک ترې لاندې شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پراخه ویجاړي
زلزلې دغو سیمو کې ګڼې وړانۍ نړولي دي، د ژغورنې ډلې تر خټو او کانکریټي ودانیو لاندې بند پاتې کسان لټوي او ترې را اوباسي یې.
د ترکیې پولې ته څېرمه د عراق، لبنان او د سوریې په ګډون سیمو اوسیدونکو هم دغه زلزله محسوس کړې ده.
د بي بي سي یوه خبریاله وايي، بیروت کې یو شمېر خلک د زلزلې له وېرې سړکونو ته وتلي دي.
په دیاربکر کې د بي بي سي یو ترکی خبریال وايي، په دغه ښار کې یو سوداګریز مرکز بشپړ ویجاړ شوی دی.
ترکیه نړۍ کې په هغو سیمو کې پروت دی چې زلزلي ځپلي دي.
په ۱۹۹۹ کال کې د ترکیې په شمال لویدیځ کې یوې سختې زلزلې له ۱۷ زرو زیات کسان وژلي وو.









