تر نړېدلو ودانیو لاندې څومره وخت ژوندي پاتې کېدای شئ؟

gk

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکیې او نړۍ له ګوټ ګوټ د ژغورنې ټیمونه د وروستۍ زلزلې ځای ته رسېدلي او ۲۴ ساعته د ژغورنې عملیات روان وي چې تر کنډوالو لاندې شوي ژوندي انسانان رابهر کړي.

خو څومره وخت تر خاورو لاندې ژوندي پاتې کیدلی شي؟ څه اړین دي چې تر ډېره ژوندي پاتې شي؟

وېره دا ده، هغه کسان چې ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې د رېښتر په کچه د ۷ اعشاریه ۸ درجې زلزلې له کبله تر نړېدلو ودانیو لاندې اېسار پاتې دي، د ژغورلو وخت یې په تمامېدو دی.

د دواړو هېوادونو او نړۍ له ګوټ ګوټ ورغلې ژغورندویه ډلې پرله پسې کار کوي چې تر نړیدلو دیوالو او ودانیو لاندې د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو څرک ولګوي. دا په بېلابېلو لاملونو پورې اړه لري.

کارپوهانو بي بي سي ته وویل، دا د ایسارو کسانو حالت پورې اړه لري چې ایا تر ویجاړۍ لاندې هوا او اوبه ورسېږي، د هوا حالاتو پورې اړه لري چې ایا سړه ده که توده او خپله د ایسار کس بدني سلامتیا او وړتیا پورې اړه لري چې بدن یې تر کنډوالو لاندې ژوندي پاتې کېدو لپاره څومره مقاومت کولی شي.

ډیر کسان د ناورین په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې ژغورل کېږي خو تر کنډوالو لاندې د ژغورنې پېښې یو څه وخت نیسي.

ملګري ملتونه معمولا له ناروین ۵ یا ۷ ورځې وروسته د ژغورنې چارې دروي، په ځانګړې ټوګه کله چې یوه یا دوه ورځې پرله پسې هېڅ ژوندی انسان ونه مومي.

نو هغه کوم عوامل دي چې پر مټ یې زیانمن تر ډېره ژوندی پاتې کېدلی شي؟

پوهاوی او چمتووالی

qk

د عکس سرچینه، EPA

که څه هم دا وړاندوینه اسانه نه ده چې زلزله کله کېږي یا یوه ودانۍ کله ړنګېږي، خو متخصصین وايي په ناورین یا بېړنیو حالاتو کې کومه پرېکړه کوئ همدا ستاسو د ژوندي پاتې کېدو راز ګرځي.

په بدو حالاتو کې د غوندي ځای پيژندل او په کې اوسېدل ستاسو بدن له فزیکي زیان یا سخت ټپي کیدو ژغوري او مرسته کوي چې هوا یا اکسیجن در ورسیږي.

ترکیه کې د لټون او ژغورنې تر ټولو د سترې ټولنې مشر مرات هارون اونګرین وايي "وغورځه، پټ شه، پاتې شه، یعنی په زنګنو ځمکې یا غولي ته ټېټ شه، تر میز لاندې یا ورته بل ځای کې سر پټ کړه، تر هغه چې د ځمکې ټکان یا ښورېدا نه وي درېدلې په خپل ځای پاتې شه."

نوموړی زیاتوي "مخکې له دې چې د زلزلې په څېر ناورین پیښ شي، د بېړنیو ګامونو په اړه زده کړه، روزنه او پوهاوی مهم دی، له بده مرغه چې ډېری وختونه له پامه غورځول کېږي."

"او همدا تر خاورو او کنډوالو لاندې ستاسو د ژوندي پاتې کیدو وخت ټاکي."

د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنیو پروګرامونو تخنیکي مشر ډاکټر جیتر ریګمي هم په چمتوالي او پوهاوي درلودو ټینګار کوي.

نوموړی وايي "په خوندي ځای کې لکه د مطالعې تر کلک میز لاندې یا ورته بل ځای کې پټېدل د ژوندي پاتې کیدو جانس زیاتوي، تضمین نشته ځکه هر ځای د بېړنیو حالاتو ډول توپیر لري او د ناورین په وخت د ژغورنې لومړنیو هڅو او د همهغې ټولنې وار دمخه د چمتوالي په ظرفیت پورې اړه لري."

هوا او اوبو ته لاسرسی

gk

د عکس سرچینه، Getty Images

تر کنډوالو لاندې اېسار کس ته د هوا او اوبو رسېدل یې په ژوندي پاتې کېدو کې بنسټیز رول لري.

خو دا د ټپونو په کچه پورې هم اړه لري. که وینه مو له لاسه ورکړې وي یا لا هم وینه درنه بهېږي او په ۲۴ ساعتونو کې د ژغورنې خدمات در ونه رسېږي، نو دا مو د ژوندي پاتې کیدو جانس کموي.

ژوندی پاتی شوی کس که سخت ټپي نه وي او په داسې یو ځای کې اېسار وي چې هوا په کې چلېږي د ژوندي پاتې کېدو جانس یې زیات دی، خو هغه څه چې تر دې وروسته د ده ژوند ګواښي، هغه یې د بدن اوبه دي.

امریکا کې د پوهنتون پروفیسور ریچارد اډوارډمون وايي "د ژوندي پاتې کس لپاره هوا او اوبه اړینې دي. "

نوموړی زیاتوي "هر بالغ هره ورځ تر ۱ اعشاره ۲ لیټرو پورې اوبه له لاسه ورکوي."

"ادرار، تنفس، د اوبو بخار او خولې مو د بدن اوبه کموي. که تاسې تر اتو لیترو پورې اوبه له لاسه ورکړئ، دا د سختې ناروغۍ حالت ښيي."

ځینې اټکلونه ښیي چې خلک له دریو څخه تر اوو ورځو پورې له اوبو پرته ژوند کولی شي.

د ټپ ژوروالی

gk

د عکس سرچینه، Getty Images

که څوک پر سر یا نور سخت ټپونه او تنفس لپاره محدود ځای ولري، له ناورین وروسته یې هم د ژوندي پاتې کیدو چانس لږ دی.

ښاغلی ریګمي وايي، د ټپونو کچې ارزول خورا مهم دي.

نوموړی زیاتوي "هغه خلک چې د نخاع، سر یا سینې زخمونه لري، که ژر پر اساسي روغتیايي وسایلو سمبالو تاسیساتو ته ونه لېږدول شي، ښايي ژوندی پاتې نشي."

د وینې کمېدل، ماتېدل یا د غړو ماتیدل د مړینې چانس ډېروي.

د ډاکټر ریګمي په وینا تر ژغورنې وروسته له روغتیايي اړخه څارنه هم مهمه ده.

"ان هغه کسان چې له ویجاړیو ژوندي ایستل شوي، کېدای شي د ضربې له کبله مړه شي. دا ضربې د زلزلې په شان حالاتو کې رامنځ ته کېږي چې انسان کله تر ویجاړیو لاندې شي."

د روغتیا نړیوال سازمان تخنیکي مشر وايي، د ضربې له کبله کله چې انسان او عضلات یې له ویجاړیو او دیوالونو لاندې شي د ډېر فشار له کبله بدن کې یو ډول زهرجنه ماده تولیدېږي.

خو کله چې انسان له کنډوالو را بهر کړی شي یا پرې ور لوېدلي څېزونه ترې لیرې کړی شي، همدا زهرجنه ماده یې په ټول بدن کې خورېږي او روغتیا یې ګواښي.

د هوا حالات

gk

د عکس سرچینه، Getty Images

د ناورین سیمه کې د اقلیم څرنګوالی هم د انسانانو ژوندي پاتې کیدو په موده کې رول لري.

پروفیسور ډمون وايي، په ترکیه کې ژمي حالات لا سخت کړي.

نوموړی وايي "یو عادي بالغ انسان د هوا تر ۲۱ سانتي ګراد تودوخې سره مقاومت کولی شي پرته له دې چې بدن په خپله د ځان د ګرم ساتلو وړتیا له لاسه ورکړي خو که د هوا درجه له دې ټیټه شي بیا نو کیسه بدلېږي."

په دې وخت کې بیا د بدن تودوخه د هوا له تودوخې سره بدلېږي.

متخصصین وايي، د بدن سړېدل یا خپله اړینه تودوخه له لاسه ورکول د دې پورې اړه لري چې څومره او څنګه دې ځان بچ کړی، څومره خوندي سرپناه لرې. خو له بده مرغه په دا ډول حالاتو کې ډېر کم کسان دا جانس پیدا کوي چې د بدن تودوخې درجه وساتي.

برعکس بیا په دوبي کې که په دې ډول حالاتو کې په اېسار ځای کې هوا ډېره ګرمه وي بدن اوبه لاسه ورکوي او د ژوندي پاتې کېدو جانس کموي.