د ترکیې او سوریې زلزله: زرګونه خلکو کنډوالو کې د زیږېدلې ماشومې په لورولۍ نیول غوښتي

ماشومه
    • Author, مرلين توماس او نوال المقحفي
    • دنده, بي بي سي نيوز

زرګونه کسانو د سوریې شمال لوېدیځ کې د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې له کبله د کور په کنډوالو کې د زیږېدلې او ژغورل شوې شوې ماشومې د لورولۍ لپاره وړاندیزونه کړي دي.

د ژغورل کېدو پرمهال دغه تی رودونکې ماشومه - چې وروسته (آیه) ونومول شوه، له خپلې مور سره د نامه د غوټۍ له لارې نښتې وه.

د سوریې جندیرس سیمه کې د آیه مور، پلار او څلور وروڼه زلزله کې مړه شول.

دا نجلۍ لا هم روغتون کې ده،‌ ډاکتر هاني معروف چې د نجلۍ د څارنې او پالنې مسؤلیت لري، وايي "د دوشنبې په ورځ په ناوړه حالت کې راوړل شوه، ټپونه پرې له ورایه ښکارېدل، ډېره سړه وه او په سختۍ یې سا اخیستله، خو اوس یې حالت ښه دی".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د آیه د ژغورلو وېډیو ‌پر خواله رسنیو او خبري رسنیو ډېره خپره شوه، چې یو سړی د رالوېدلې ودانۍ له کنډوالو راوځي او نوې زیږېدلې نجلۍ یې په خاورو سپېره مېره لاسونو کې نیولې ده.‌

د دغې نجلۍ یوه خپلوان خالد السویدي چې د ژغورنې پرمهال همالته و، دغه نجلۍ د عفرین ښار ډاکټر معروف ته ورسوله.

پر خواله رسنیو زرګونه کسانو په لورولۍ د نجلۍ د نیولو وړاندیزونه کړي. یوه لیکلي: "غواړم هغه په لورولۍ ونیسم او ښه ژوند ورته برابر کړم".‌

کویتۍ خبریالې حلیمه بولند په لورولۍ د نجلۍ د نیولو لپاره د لازمونو قانوني اجراتو پر غاړه اخیستو خبره کړې ده.

ماشومه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماشومه

د روغتون مشر خالد عطیة وايي، له نړۍ یې لسګونه زره ټیلیفوني اړیکې ترلاسه کړې چې غواړي آیه په لورولۍ ونیسي.

د ډاکتر عطیه یوه لور تر آیه یوازې څلور میاشتې کشره ده، دی وايي "اوس یې هېچا ته په لورولۍ د نیولو اجازه نه ورکول کېږي، کله یې چې خپلوان راشي، اوس لکه د خپلې لور په شان چلن ورسره کوم".

دا مهال، د عطیه مېرمن پر خپلې لور سربېره آیه ته هم تی ورکوي.

په سوریه کې اغېزمنه شوې جندیرس سیمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په سوریه کې اغېزمنه شوې جندیرس سیمه

د آیه په ښار جندیرس کې لاهم خلک خپل دوستان تر کنډوالو لاندې لټوي.

العدنان وايي، د ښار ۹۰ سلنه برخه ویجاړه شوې ده او یوازې د سیمې خلک د ژغورنې هڅې کوي.

د سپینو خولیو ټولنې ژغورونکي چې ښه تجربه لرونکي کسان دي، په جندیرس کې د ژغورنې عملیاتو کې ګډون کوي.

محمد الکامل وايي "ښايي د ودانیو د چاکونو او خطر له کبله خپله ژغورونکي هم قرباني شي".

"د دریو کسانو مړي مو راوایستل، باور دا دی چې هلته یوه کورنۍ لاهم ژوندۍ پاتې ده، موږ خپل کار ته دوام ورکوو".

په سوریه کې، په رسمي توګه د څه باندې دریو زرو کسانو د وژل کېدو اعلان شوی، چې په دې کې د حکومت مخالفانو تر واک لاندې سیمو کې د قربانیانو شمېرې شاملې نه دي.

د ویډیو تشریح، د نوې زیږېدلې ماشومې ژغورل، چې لا یې د نامه غوټۍ پر مړې مور پورې نښتې وه